شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهموریسن وايي، چین دې ورڅخه رسماً بخښنه وغواړي

موریسن وايي، چین دې ورڅخه رسماً بخښنه وغواړي

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن له چین څخه وغوښتل چې د هغه کاریکاتور د خپرولو په خاطر بخښنه وغواړي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

په دغه کارتون کې، چې د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیان نن (دوشنبه) سهار په ټویټر کې پوسټ یا خپور کړ، یو استرالیايي سرتېری لیدل کېږي چې یو ماشوم وژني. او ورسره لیکل شوي«د استرالیايي سرتېرو له لوري د ملکي افغانانو او بندیانو وژلو ټکان راکړ. موږ دا ډول اقدامات په کلکه غندو او د محاسبې غوښتونکي یوو.»

چیني چارواکي وايي، دا یو کارتون دی چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو له لوري د بېګناه ملکي وګړو قاتلان غندي او ویاندې ژاو په دې وسیله د قضیې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې چې منطقي غوښتنه ده خو د موریسن غوښتنه بې ځایه ده.

د چین د باندنیو چارو وزارت د ویاند د پوسټ له خپرېدو لږ وروسته د استرالیا صدراعظم سکاټ میلر دا کارتون بوږنوونکی وباله او غوښتنه یې وکړه چې کارتون دې لېرې شي او د چین حکومت دې رسماً بخښنه وغواړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې هاو چونیانګ، د استرالیا د صدراعظم د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې استرالیا باید له افغانانو رسماً بخښنه وغواړي.

په دې موضوع د استرالیا او چین په رسنیو کې تاوده بحثونه روان دي.

چیني رسنۍ د خپلو شنونکو په قول وايي، د استرالیايي پوځیانو له لوري د ۳۹ بې ګناه او بې وسلې ملکي افغانانو وژل غیرانساني عمل دی چې چین او نړیواله ټولنه یې غندي.

دوی دغه راز ویلي چې له چین څخه په دې تړاو د سکاټ موریسن د بخښنې غوشتنه د دې لپاره ده چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو له جنایته پام په بله واوړي.

خو استرالیايي رسنۍ بیا وايي چې دوه مخي کوي، دا هیواد د بشري حقونو د سرغړونې خورا بده دوسیه لري او له هیچا هېر نه دي چې د سین کیاننګ (شین جین) له مسلمانو ایغورانو سره یې څه کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چین او استرالیا  وروستیو نادریو ته په اشارې نن یوه اعلامیه خپره کړه.

په استرالیا کې ۱۹ ځانګړي پوځیان په دې تورن دي چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د ماموریت په مهال یې ۳۹ تنه ملکي افغانان او جنګي اسیران په بې رحمۍ وژلي دي.

 ویل کېږي چې ممکن دا ځانګړي سرتېري له پوځه وایستل شي.

د روانې میاشتې په پیل کې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جنایت په اړه د راپور له څرګندېدو وروسته د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز انګس کمبل وویل«په صداقت او زغرده له افغانانو د دې ناوړه اقدام په خاطر چې زموږ ځانګړو ځواکونو کړی دی، بخښنه غواړم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب