شنبه, اپریل 27, 2024
Homeجنرال وزیريله خپلو موخو سره لیوالتیا| جنرال دولت وزیري

له خپلو موخو سره لیوالتیا| جنرال دولت وزیري

ځينې کسان تل د هرې پیښې یا خبرې د ردولو لپاره د پلمو او بېځايه دلایلو په لټولو پسې وي. که ورته ووايې، چې ته د دې کار د تر سره کولو وړتيا لري، خو که چيرې وغواړي چې تر سره يې کړي.

او که ورته ووايي، چې هغه وړتياوې او ښيګڼې چی د نړۍ د ټولو برياليو کسانو په وجود کې شتون لري، تاسو هم له همغو وړتیاوو او ښيګڼو برخمن ياست.

دوی به په ډیره خواشینۍ سره ځواب درکړي چې هغه امکانات چی هغوی يې لري موږ يې نه لرو، خو دوی بې خبر له دې چې د نړۍ اکثرو بریالیو کسانو هر څه له صفر څخه پيل کړې دي. اکثرو هیڅ ډول مادي او معنوي امکانات نه درلودل. اکثرو شتمنو خلکو د ژوند ډيرې ستړياوې تیرې کړي او بيا د ډیر زیار وروسته شتمن شويدي.

د کمیابۍ لپاره اصلا مال او نسب لومړني او لازمي شرطونه نه دي. یواځې دې ته اړتیا ده چې د مال او نسب له خبرو د خپلې ناکامۍ لپاره د پلمې په توګه ګټه پورته نه کري.

که د چا په وجود کې د بریالیتوب لپاره د بریا وړتیا او ښیګڼې وجود ولري. هغه کس له پلمو ډډه کوي، حوصله هم لري او په ناخوالو يې زړه نه ماتیږي. مهمه دا ده چې د خپلو موخو سره د زړه له کومي مينه ولري، که دا لیوالتیا او مینه نه وي د لویو برياوو د خوبونو ليدل واقعا د شرم خبره ده.

څوک چې د خپلو موخو سره مينه ولري هغه شپه او ورځ د خپلو موخو د تر لاسه کولو په فکر کې وي، بل د هیڅ شي په هکله فکر نه کوي او نه مال او نسب د پلمې په توګه استعمالوي. په دی عقیده لري:

چې په خپله میړه نه يې په دنیا کې
څو به فخر په بابا کوي تر کومه
او یا دا:
چې غوټی پسې وهي په لاس به در شي
چا ویل چې په درياب کې ګوهر نشته
او بله دا چې:
نا برده رنج، ګنج میسر نمی شود
مزد ان ګرفت، جانی برادر کی کارکرد

پایله

د بریا لپاره کلک هوډ او بشپړ یقین ته اړتیا ده.
د بریا لپاره د صفر څخه پیلولو باندې باور لرل پکار دي.
د بریا لپاره د خپلو موخو سره د زړه له کومي مينې او لیوالتیا ته اړتیا ډه.
که دا مو په خپلو جود کې وروزل، بریا مو حتمي او یقیني ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب