جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسوداګر: په لوګر کې له جلغوزیو بار موټر ورک شوی

سوداګر: په لوګر کې له جلغوزیو بار موټر ورک شوی

تاند (یکشنبه د قوس ۹) د پکتيکا ولايت د جلغوزيو ګڼ شمېر سوداګر شکايت کوي چې د ډېرو نورو ستونزو تر څنګ د لوګر په مرکز پل عالم ښار کې له جلغوزيو ډک لوی موټر د نامعلومو کسانو له خوا ګرځول شوی او ورک دی.

د سوداګرو په وینا چې دغه مسئله یې د ياد ولايت له والي او امنيه قوماندان سره شریکه کړې، خو تر اوسه په دې هکله هېڅ اقدام نه دی شوی.

د دوی له ډلې رئيس خان وايي چې ياد موټر وړمه شپه شاوخوا اته بجې له عمومي لارې ګرځول شوی دی.

حاجي عبدالغني چې دی هم یو سوداګر دی، په دولت نیوکه کوي چې هر کال د جلغوزیو مالیه ورکوي خو د تګ راتګ امنیت یې نه شي نیولی.

نوموړی وايي چې ورک شوي جلغوزي شاوخوا شل ميليونه افغانۍ ارزښت لري او د ورکېدو له امله يې څښتنانو ته دروند مالي زيان اوښتی دی.

د جلغوزیو ډېر سوداګر بیا شکایت کوي چې په لویو لارو کې د امنيتي ځواکونو د پوستو له خوا د جلغوزيو له موټرو پیسې اخیستل کېږي او د امنیتي سرتېرو له خوا موټر چلوونکي ځورول کېږي.

د دوی په خبره ورک شوي جلغوزي چين ته د لېږدولو لپاره کابل ته وړل کېدل.

یاد سوداګر چې د پکتیا پرېس کلب ته ورغلي خبریالانو ته ویلي، که دا او ورته نورې ستونزې یې حل نه شي، اړ دي چې ياد توکي بېرته پاکستان ته ولېږدوي.

د لوګر ولایتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې هکله مثبت ځواب نه دی ویلی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم سوداګرو په لويو لارو کې د ورته ستونزو د پېښېدو شکایتونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب