جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+تقوا کتابتون پرانستل شو| حبیب وقار

تقوا کتابتون پرانستل شو| حبیب وقار

د کلي عامه کتابتون له لوري د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ، د ګوډه سيمې په غازي مومن خان ليسه کې د تقوا په نوم کتابتون د ۱۳۹۹ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په ۶مه په ۷۵۰ کتابونو سره پرانستل شو. د ياد کتابتون له پاره جوړه شوې غونډه د همدې ليسې د يوه استاد له لوري د عظيم الشان قران په سپېڅلو ايتونو سره پيل شوه.

ورپسې د سيمې يوه ديني عالم د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د کلي عامه کتابتون له خوځښت او هغو کسانو چې کتابونه يې ډالۍ کړي دي مننه وکړه چې د دوی سيمې ته يې د کتاب په پلوشو سره روښنايي ورکړه.

د ديني عالم له خبرو وروسته د کلي عامه کتابتون خوځښت مشر مجيب الرحمن محمودي خبرې وکړې، په خبرو کې يې د کلي عامه کتابتون د خوځښت ترسره شوې چارې او د کتابتونونو جوړول معرفي کړل او د غونډې ګډونوالو ته يې د تقوا کتابتون بنسټ پاڼه تشريح کړه. له استادانو، زده کوونکو او د سيمې له خلکو يې وغوښتل له کتابتون ښه استفاده وکړي، بډايه يې کړي، له ليسې پرته د سيمې اوسېدونکو ته هم د کتاب د مطالعې اجازه ورکړي.

له محمودي صيب وروسته د غازي مومن خان ليسې مدير ښاغلي شهاب د کتاب په اړه ارزښت لرونکې خبرې وکړې، ډېره خوشالي يې څرګنده کړه چې د کلي عامه کتابتون خوځښت له لوري د دوی په ليسه کې د علم ډيوه بله شوه. د کلي عامه کتابتون او ټولو هغو کسانو چې کتابونه يې ډالۍ کړي مننه وکړه.

غونډې ته د چک ولسوالۍ د پوهنې مديريت کارکوونکي محمدحامد بها هم د ولسوالۍ د مديريت په استازولۍ خبرې وکړې د غونډې له ګډونوالو او د سيمې له اوسېدونکو يې هيله وکړه چې له کتابتون څخه اغېزمنه ګټه واخلي، مطالعه وکړي، خلک مطالعې ته راوبولي ځکه چې د نوموړي په وينا دا هېواد له پوهنې پرته نشو جوړوی.

غونډه په يوې دعايې سره پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب