Home+نیوزيلينډ د ۷۲ منډو په توپير ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه

نیوزيلينډ د ۷۲ منډو په توپير ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) د نیوزیلینډ او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېيو شل اوريزو سياليو دوهمه لوبه چې، نن تر سره شوه نیوزيلينډ لوبډلې د ۷۲ منډو په توپير وګټله.

کوربه نيوزيلينډ لومړۍ شل اوريزه لوبه هم ګټلې وه او په دې سره يې سېریز په خپل نوم کړ.

په دې لوبه کې نیوزيلینډ لوبډلې د لوبې پيل وکړ او د درېیو لوبغاړو په زیان يې ویسټ انډيز لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو ستر هدف ورکړ.

د نيوزيلينډ له لوري ګلین پيليز ۱۰۸ او ډیون کانوای ۶۵ منډ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

په دوهمه پاڼې کې ویسټ انډیز لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د نهو لوبغاړو په سوځيدو يې په پوره شل اورونو کې یوازي ۱۶۶ منډې تر لاسه کړې.

دا لوبه د ۷۲ منډو په توپير نيوزيلينډ وګټله.

د دواړو لوبډلو تر منځ به د دې لوبلړۍ  وروستۍ لوبه د نومبر په دېرشمه نيټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...