پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپر کابل ښار د راکېتي بریدونو دوه ورځې وروسته د نویو حملو...

پر کابل ښار د راکېتي بریدونو دوه ورځې وروسته د نویو حملو مخنیوی

تاند (دوشنبه د قوس ۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، ګډو ځواکونو په کابل ښار د څلورو راکېټي بریدونو مخه ونیوله.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو نن سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې څلور بي ام یو راکټونه په کابل ښار د توغولو په موخه اعیار کړي و چې د ۱۱۱ فرقې د ګډو ځواکونو لخوا کشف او تر لاسه شول.

دغه وزارت وايي چې ددې راکټونو په کشف او شنډولو سره په کابل ښار کې د خونړۍ پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شوه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دوه ورځې وړاندې پر کابل ښار ۲۳ راکټونه ولګېدل چې له امله یې ۱۰ کسان ووژل شول او تر پنځوسو نور ټپیان شول.

په همدې سره امریکا په افغانستان کې روان وضعیت ناامنه بللی او خپلو کسانو ته یې خبرداری ورکړی چې کابل ته سفر ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...