Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنن د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس؛ په سويس کې پیلېږي

نن د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس؛ په سويس کې پیلېږي

تاند (دوشنبه، دقوس ۳) ټاکل شوې نن په سویس کې د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس چې، په‌ کې د نږدې ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي پیل شي.

تمه ده، چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د سولې او پراختیا په برخه کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مالي مرستې او سیاسي ژمنې تازه او بیا ځلي اعلان کړي.

د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان په اړه د جنوا په کنفرانس کې د ګډون په موخه پرون سویس ته تللي دي.

په ورته مهال ولسمشرغني به په دې کنفرانس کې په انلاین بڼه ګډون او وینا وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، افغان حکومت به په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پروګرام وړاندې کړي.

صدیقي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د دې پروګرام په رڼا کې به افغانستان د تل پاتې سولې، د خوړو خوندیتوب، له بې وزلۍ سره د مبارزې، پر عایداتي سرچینو پانګونې او له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپل څلور کلن پلان وړاندې کړي.

بل لورته د مالیې وزارت مسوولان  وایي، تمه لري، څو نړیواله ټولنه یو وار بیا له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...