جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د افغان سولې په تړاو د پاکستان د ژمنتیا هرکلی کړی

امریکا د افغان سولې په تړاو د پاکستان د ژمنتیا هرکلی کړی

تاند (دوشنبه، د قوس ۳) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې ویلي چې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې له تازه انکشاف هرکلی کوي.

هغه لیکلي پاکستان ژمنه کړې چې، په افغانستان کې به د تاوتریخوالي په کمولو او سولې راوستو کې هڅه کوي.

زلمی خليلزاد داسې مهال د پاکستان د ژمنتيا هرکلی کوي چې، تېره اونۍ د پاکستان لومړی زير عمران خان کابل ته راغلی وو او په افغان سوله کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

سره له دې چې پاکستان په افغان سوله کې د مرستې ژمنه کړې خو بیاهم عام افغانان پر پاکستان باور نه لري.

دوی وایي له دې وړاندې په ځلونو پاکستان په افغان سوله کې ژمنې کړي خو هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی.

اوس وبه ليدل شي چې، پاکستان څومره خپلې ژمنې ته عملي بڼه ورکولی شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب