جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا: ملګري ملتونه دې پر طالبانو نوي بندیزونه ولګوي

د ملي امنیت شورا: ملګري ملتونه دې پر طالبانو نوي بندیزونه ولګوي

تاند (دوشنبه د قوس ۳) افغان حکومت یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر طالبانو دې نوي بندیزونه ولګوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار یا مانیټورینګ ټیم سره په ویډیويي کنفرانس کې کړي دي.

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه آنلاین ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګولو تر څنګ د القاعده او داعش ډلو په اړه هم خبرې شوي دي، خو زیات جزیاته نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر غني هم د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر طالبانو د بندیزونو د لګولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ددې لپاره چې د سولې په خبرو کې پرختګ رامنځته شي د بندیزونو لګول کولی شي په یاده ډله اغیز وکړي.

پر طالبانو د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه په داسې مهال کېږي چې په دوحه کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

تازه ځیني نایید شوي راپورونه وايي،دواړه لوري په اختلافي مواردو توافق ته رسېدلي او ډېر ژر به رسمي خبرې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب