جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد م.م. د کډوالو لوی کمیشنر له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان...

د م.م. د کډوالو لوی کمیشنر له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره ژمنې پوره کړي

تاند(دوشنبه، د قوس ۳) د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر فیلیپو ګراندي د افغانستان د ۵ ورځني سفر په پای کې پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په اوسني حساس پړاو کې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ګراندي، چې دا څرګندونې په جینیوا کې د افغانستان د مرستندویانو د کنفرانس په درشل کې وکړې، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو او بېرته ستنو شویو سره په پراخ زړه ملاتړ وکړي.

د یو این ایچ سي آر یا د ملګروملتو د کډوالو د چارو لوی کمیشنر کابل، پروان او بامیان ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني، لومړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح، د کابینې له غړیو او یو شمېر والیانو سره ولیدل.

ده همداراز له د یو شمېر کورنیو له غړیو سره چې جګړو اغېزمن کړي او یا له بهره خپل هیواد ته ستانه شوي، هم وکتل.

ګراندي وویل، اوسني حالت چې جګړه مخ په زیاتېدو ده، وژنې، تشدد او تروریستي اعمال هره ورځ افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ باسي باید فوراً پای ته ورسول شي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د بېځایه شوو او کډوالو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د ده په خبره په دغه هېواد کې روانې خونړۍ جګړې انساني ژوند ته خطرونه جوړ کړي چې له امله یې د بې ځایه شوو شمېر هم ډېر شوی دی.

هغه همدا راز د جینوا کنفرانس پر ګډونوالو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې ډېرې کړي او په دې توګه دې په دغه هېواد کې د بحران مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د میلیونونه وګړو ژوند د سولې له پروسې او د نړیوالو له مرستو سره تړلی دی.

تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د نړیوالو مرستې دلته د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب