پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeداسې هم شتهساینسامریکا په ۴ ایالتونو کې د بې پېلوټه الوتکو کارولو ته اجازه...

امریکا په ۴ ایالتونو کې د بې پېلوټه الوتکو کارولو ته اجازه ورکړه

تاند- د امریکا د هوايي چلن فدرالي ادارې په شپږو ایالتونو کې له بې پېلوټه الوتکو څخه په ښاري کرنیزو خدماتو کې د کار اخیستلو اجازه ورکړه.

دې ادارې له لس میاشتې غور او څېړنې وروسته پرېکړه کړې چې په الاسکا، نیویارک، ویرجنیا، نیوادا، شمالي داکوتا او ټکساس کې له بې پېلوټه الوتکو څخه په سوداګري او نورو ملکي چارو کې تجربوي استفاده پیل شي.

د پوست رسونکي استفاده

د امریکا ۲۴ ایالتونو له دې ډول الوتکو څخه د استفادې غوښتنه کړې وه.

ویل کېږي چې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د تجارتي مالونو یا پارسلونو لېږد خورا ارزانه تمامېږي. همداراز پولیس، چې یوې سیمې ته د رسېدو لپاره په هیلي کوپترې په سلګونو ډالر لګوي، په بې پېلوټه الوتکه یوازې په ۲۵ ډالره ورته کار کولی شي.

کروندګرو ته هم کار ډېر اسانه او ارزانه کوي. کروندګر به له دې وروسته پر خپلو کروندو د دغو الوتکو په وسیله په لږ لګښت دوا شیندي.

د امریکا فدرالي اداره اټکل کوي چې په پنځو کلونو کې به په دغه هیواد کې شاوخوا اووه نیم زره بې پېلوټه الوتکې د امریکا په اسمان کې ګرځي.

د تېر کال په دسمبر کې د امریکا د مدني ازادیو ټولنې په یوه راپور کې اندېښنه ښکاره کړې وه چې که بې پېلوټه الوتکې عامې شي نو د خلکو محرمیت او شخصي ازادۍ به محدودې شي.

خو د شپږو ایالتونو، چې د لومړي ځل لپاره د دغو الوتکو کارول پکې ازاد اعلانېږي، چارواکي په دې خوشاله دي چې له بې پېلوټه الوتکو څخه استفادې ته قانوني اجازه ورکول کېږي.

د نیوادا سناتور هري رید وویل:«دا د نیوادا لپاره په زړه پوری خبر دی ځکه چې له دې سره به د کار ګڼ فرصتونه برابر شي.»

له یوې څېړنې سره سم له بې پېلوټه الوتکو څخه د استفادې اجازه به په درو کلونو کې په امریکا کې ۷۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي او په یوه لسیزه کې به په نړۍ کې د ۸۹ ملیارد ډالرو بې پېلوټه الوتکې وپلورل شي.

د همدې موضوع په اړه:

له بې پېلوټو الوتکو څخه د پوست رسونکي کار اخیستل کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب