Home+ایل جي نغښتل کېدونکی لپ ټاپ جوړوي

ایل جي نغښتل کېدونکی لپ ټاپ جوړوي

تاند- ایل جي کمپنۍ غواړي چې د غالۍ یا بوریا په شان نغښتل کېدونکی لپ ټاپ جوړ کړي.

ایل جي وايي چې دا لپ ټاپ به راتلونکی کال بازار ته راوباسي.

https://taand.net/%d8%a7%db%8c%d9%84-%d8%ac%d9%8a-%da%a9%d9%84%d9%88%d9%84%d9%87-%da%a9%db%90%d8%af%d9%88%d9%86%da%a9%db%8c-%d8%aa%d9%84%d9%88%db%8c%d8%b2%db%8c%d9%88%d9%86-%d8%b1%d8%a7%d9%88%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa/

تر دې مخکې دې کمپنۍ د نغښتل کېدونکي یا کلوله کېدونکي تلویزیون او دغه راز موبایل د جوړېدو خبر ورکړی و.

خو اوس ایل جي د لومړي ځل لپاره توانېدلې چې د نغښل کېدونکي لپ ټاپ د اختراع حق د ځان په نوم ثبت کړي.

تر دې وړاندې قاتېدونکي پلاستیکي کیبورډونه جوړ شوي او ښايي ایل جي له هماغه ټیکنالوژۍ د لپ ټاپ په جوړولو کې کار اخیستی وي.

د ایل جي کمپنۍ په وینا دا ډول لپ ټاپ کم ځای نیسي او وړل – راوړل یې اسانه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...