جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمک ماسټرد ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه لویه تېروتنه...

مک ماسټرد ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه لویه تېروتنه وبلله

تاند(دوشنبه، د قوس ۳) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جنرال مک کاسټر وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کموي، د هغو ټولو تېروتنو چې اوباما په دې برخه کې کړې وې، دوه برابره لویه تېروتنه ده.

ماسټر له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې وویل، باید په افغانستان کې لږترلږه ۵ زره پوځیان پرېښودل شي.

ده زیاته کړه«څه چې ولسمشر ټرمپ کوي په افغانستان کې د اوباما تر تېروتنو دوه برابره لویه تېروتنه ده.»

یو شمېر پخواني امریکايي چارواکي او نظرخاوندان وايي، اوباما باید له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو مهالوېش نه وای اعلان کړی او په دې توګه یې طالبان لا زړه ور کړي نه وای. د دوی په باور د مهالوېش اعلان طالبان ډاډه کړل چې امریکایان وځي تو ولې باید سوله وکړي.

روانه اوونۍ په کانګریس کې هم یو شمېر نظرخاوندانو او د کانګریس غړیو د افغانستان په اړه په استماعیه غونډه کې وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له کبله طالبان نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره سوله یا اوربند وکړي.

مک ماسټر په دې انتقاد وکړ چې طالبانو په افغانستان کې پراخې ساحې لاندې کړي، ویې ویل«د امریکايي پوځیانو نشتون به هغو تروریستانو ته خوندي پناهځای برابر کړي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر په یوولسمه یې پر امریکا وژونکې حملې وکړې.»

ده ټینګار وکړ«موږ به د دغو ډلو له لوري لا ډېر ناخوندي او له خطر سره مخامخ یوو. زه فکر کوم چې زموږ د ملي ګټو پر ځای د ځواکونو ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې په حقیقت کې دا کار د طالبانو د لا پیاوړتیا سبب کېږي.»

مک ماسټر د امریکا د حکومت له لوري د افغانستان پر حکومت د طالب بندیانو پر خلاصون هم نیوکه وکړه، ویې ویل«که ټاکلې وه چې موږ وځو، نو وتلي به وای، باید د افغانستان حکومت مو مجبوره کړی نه وای چې د مځکې پر مخ ۵ زره تر ټولو خطرناک کسان خوشي کړي. دا تېروتنه مه کوئ چې د طالبانو او نورو تروریستي تنظیمونو ترمنځ د اړیکو تار شلېدلی دی.»

ولسمشر ټرمپ غواړي چې د خپل واک تر پای ته رسېدو وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر دوه نیم زرو ته راکم کړي.

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، امریکايي پوځیان باید د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې ووځي. خو د دواړو خواوو د موافقې ځینې برخې پټې او ناڅرګندې دي او څوک نه پوهیږي چې دواړو خواوو په پټه څه معامله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب