Homeخبرونهامریکا وايي؛ د دسمبر په ۱۱مه د کورونا واکسین وېشل کېږي

امریکا وايي؛ د دسمبر په ۱۱مه د کورونا واکسین وېشل کېږي

تاند( دوشنبه، دقوس ۳) امریکايي ډاکټرانو او د واکسین جوړوونکو کمپنیو ویلي چې، د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې به په امریکا کې د واکسین وېش پيل شي.

د سرچینې په خبره دوی د حکومت امر ته په تمه دي او ټاکل شوې چې، د راتلونکې ډسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه په امریکا کې د واکسینو د وېش بهیر پیل شي.

روغتياپالان وایي که امر ورته وشي نو له اجازې سره سم به په ۲۴ ساعتونو کې واکسین د وېش ټاکلو ځایونو ته ورسېږي.

د واکسین د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په امریکا کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې تر ټولو ډېرې دي.

معلومات ښيي چې تر ۱۲ میلیونه ډېر امریکایان په کورونا ویروس اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...