سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد مالیې وزارت د ۵۹ کارکوونکو د ګوښه کېدو حکم رد کړ

د مالیې وزارت د ۵۹ کارکوونکو د ګوښه کېدو حکم رد کړ

تاند (جمعه د عقرب ۳۰) د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د بشري منابعو د رئیس په ګډون، د۵۹ کارکوونکو د ګوښه کېدو حکم رد کړی.

هغه مکتوب چې د چارو ادارې له لوري مالیې وزارت ته استول شوی، پکې ویل شوي چې دغه کارکوونکي باید د اداري فساد له امله له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي شي.

یاد وزارت ویلي چې دغه کار د قانون خلاف دی او دا کسان به خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ څو ورځې وړاندې د دغه وزارت ۵۹ تنه کار کوونکي د فساد او د قانون خلاف ګمارنو په تور له دندو ګوښه کړي وو.

سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال ویلي په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي څيړنه له یوې خوا د واقعیت پر بنسټ نه ده شوې او له بلې خوا څيړنې او راپور جوړولو کې هیڅ قانوني اصول نه دي مراعات شوي.

د مالیې وزارت ویلي، چې یاد ۵۹ کارکوونکي د ازاد رقابت له لارې دې وزارت ته ورغلي او د هغوی ګومارنه او ګوښه کول هم د وزیر صلاحیت دی.

2 COMMENTS

  1. لغنت دې وي په داسې جمهور رئیس چې امر یې نه منل کېږي او هم دې لعنت په داسې غله وزیر وي چې امر نه مني. څنګه به د دې ادارې ملاتړ وشي. دا دی د دې ادارې حال او احوال چې د سپیو په شان د یوه او بل سره خوري. مننه

  2. ما د بې بې سی په سایت کې ولیدل چې عبدالهادی دحزب اسلامی لخوا امریکاته استول شوی وه اوهلته یې دنرم افزارواوسیستمونو عالی تحصیلاتو اومدیریت باندط مصروف وو.تر کومه ځایه چې زه خبرلرم هغه خو دپیزې دکان کې دوډۍ پخوله.زه نه پوهیږم چې په هغه وخت دکومو نرم افزارو سیستم شتون درلود دروغ دې وی خو په شرع برابر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی