سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهعرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

عرب نیوز وايي، ظواهري په افغانستان کې مړ شوی

تاند(جمعه، د عقرب۳۰) راپورونه وايي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې په خپل مرګ مړ شوی دی.

عرب نیوز نن راپور ورکړ چې ظواهري په افغانستان کې و او همالته یې سا ورکړې ده.

دې سرچینې د ظواهري مړینه القاعده شبکې ته لوی ګوزار بللی دی.

که تایید شي چې ظواهري په افغانستان کې مړ شوی دی، د طالبانو لپاره، چې له امریکا سره یې ژمنه کړې وه چې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کوي، ښه خبر نه دی.

عرب نیوز نه دي ویلي چې ظواهري کله او د افغانستان په کومه سیمه کې مړ شوی دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې د دوو نورو مشرانو د مړینې خبرونه خپاره شول چې له القاعده سره د اړیکو د پرې کولو په اړه یې د طالبانو په ژمنه کې شکونه زیات کړل.

ظواهري، چې اصلاً مصری دی، د القاعده شبکې اصلي تیورسن ګڼل کېږي.

د دې شبکې مشر او موسس اسامه بن لادن د ۲۰۱ د مې په دوهمه نېټه د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد ښار کې د کاکول د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ په یوه کور کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب