Homeکلتورد جانان فدوی دېوان چاپ سو

د جانان فدوی دېوان چاپ سو

د جانان فدوی دېوان (لومړی ټوک) د محمد معصوم هوتک له سریزي، مقابلې او لغتنامې سره، په (۳۵۷) مخونو کي په کندهار کي د صحاف نشراتي موسسې له خوا د (۱۰۰۰) ټوکو په تیراژ چاپ سوی دئ.
د جانان هوتک د دېوان دا متن استاد محمد معصوم هوتک له څلورو خطي نسخو څخه برابر کړی دئ. دا دېوان (۷۲۰۵) بیته او (۸۸۵) شعره دئ. له دې څخه ئې (۷۸۸)‌غزلي، (۶۴) رباعیات، (۱) مثنوي، (۱) تمثیل، (۱) مخمس، (۲) ترکیب بنده، (۴) الفنامې، (۱) سوال و جواب او (۲۳) متفرقات دي. وروسته په (۳۵) مخونو کي د دېوان لغتنامه ورسره مله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...