پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتورد «ادب کور» راپور: هاشمي

د «ادب کور» راپور: هاشمي

د افغانستان په ختیځ کې د ادب کور په نوم د علمي، فرهنګي او تاریخي هڅو پیل د پوهنتون استادانو او پوهانو لخوا پیل شو.

په لومړنۍ ناسته کې خبرې د قران کریم په څو ایتونو د ننګرهار پوهنتونو د پښتو ادبیاتو د ماسټرۍ محصل اسماعیل کلیوال له خوا وشو. ورپسې سید اصغر هاشمي داسې وویل: پښتو ژبه کې ډېر ادبي بهیرونه علمي او فرهنګي کارونه کوي، خو زموږ ناستې به متفاوتې وي، موږ به په ادبیاتو کې په هغو موضوعګانو خبرې کوو چې پښتو ژبې لپاره نوې وي او دا اړتیا وي چې باید پرې کار وشي، همدارنګه د لیسانس، ماسټرۍ او ځینو استادانو د ستونزو په نظر کې نیولو سره به په مهمو موضوعګانو خبرې کوو او حللار به ورته پیدا کوو. کوښښ کوو چې دلته داسې کسان تربیه کړو چې نورو ډېرو خلکو ته یې خير ورسېږي. په موضوعګانو خبرې به یو اړخیز نه وي، بلکې د علمي جدل او بحث په ډول به پکې هر ناست کس برخه اخلي او خبرې به پرې کوي. همدارنګه د هر لکچر موضوع به د مقالې په ډول لیکل کېږي او په راتلونکي کې به د مقالو د یوې ټولګې په ډول چاپېږي، همدارنګه د مقالې لیکنې یوه سیالي به جوړوو، ژوري هیت به ورته ټاکو او د مقالې د فارمټ او معنوي جوړښت په نظر کې نیولو سره به سم قضاوت کوو او په پایله کې ښې مقالې غوره کوو او د سیالۍ په پای کې به ورته ډالۍ ورکول کېږي او همدارنګه ځینې نورې علمي هڅې به کوو.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ دورې استاد پوهاند همکار خپلې خبرې پیل کړې او د افغان ادبي بهیر یادونه یې وکړه چې ډېر پوهان او لیکوال پکې تربیه شول او دلته هم کېدای شي چې ښې لاسته راوړنې ولرو. د ده په وینا چې د «ادب کور» ناستې به له نورو ادبي بهیرونو توپیر لري، دلته به علمي خبرې ډېرې کېږي او په علمي موضوعګانو به بحثونه وي او کارونه به مو متفاوت وي.

په هند کې د دوکتورا سکالر او د ننګرهار پوهنتون استاد محمد فدا الکوزي خپلې خبرې پیل کړې، ده په دې ټینګار وکړ چې کله په یوې موضوع خبرې کېږي، باید له مخکې ټول راغلي دوستان په هماغه برخه کې تیاری ونیسي، هر کس به خپل نظر ورکوي او یوې سمې پایلې ته به ورسېږو.

د علومو اکاډمۍ غړي څېړنوال ډاکتر ارینوال د دې علمي ناستې په ارزښت وغږېد او همدارنګه د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون استاد پوهنمل عبدالعظیم خان په وروستیو کې راغی او هغه هم د دې غونډې ګډونوال و. همدارنګه نور استادان او محصلان هم موجود وو او خپل نظرونه یې شریک کړل.

د غوندې پایله دا شوه چې د «ادب کور» لپاره یو پنځه کسیز بورد وټاکل شو. راتلوونکي ناستې ته د لکچر موضوع غوره شوه. د «ادب کور» د نوم په اړه خبرې وشوې او غونډه په دعا پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب