جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهارګ: ډاډه یو چې استرلیا به د افغان ملکیانو پر وژنه تورن...

ارګ: ډاډه یو چې استرلیا به د افغان ملکیانو پر وژنه تورن پوځیان محاکمه کړي

تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) افغان حکومت د استرالیايي ځواکونو لخوا افغانستان کې د ملکي وګړو زورونې په تړاو د راپور خپرول لازم اقدام بللی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت د استرالیا پر عدلي نظام باور لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي، ډاډ شته چې تورن کسان به تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، د بین المللي قوانینو پربنسټ د ملکي وګړو د سر خوندیتوب په جنګ کې د ټولو ښکیلو لورو مسوولیت دی.

د استرالیا یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي ددوی څلور کلونو پلټنو ښودلې ده چې ځینو سرتېرو یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې لاس درلود او دوی په دې موده کې د ۳۹ داسې مواردو په کشف بریالي شوي چې په هغه کې استرالیايي ځواکونو ملکي افغانان او زندانیان په قصدي توګه وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...