شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم عمران خان او ورسره پلاوی کابل ته راورسېد

د پاکستان صدراعظم عمران خان او ورسره پلاوی کابل ته راورسېد

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) د پاکستان صدراعظم عمران خان د یوه پلاوي په مشرۍ نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې کابل ته راورسېد.

ټاکل شوې نوموړی به له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وګوري.

 دواړه لوري به د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

له ۲۰۱۸ کال وروسته له کومه چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

له دې وړاندې د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د خان سلاکار عبدالرازق داوود او مل ۱۷ کسیز پلاوی کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.

یاد پلاوي د سوداکرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې او له افغان چارواکو سره یې د ګمرکي همکاریو يوه هوکړه لاسليک کړې ده.

1 COMMENT

  1. مونږ به یې راتګ په ډېر احتیاط سره په نیک فال تعبیر کړو او خدای دې وکړي چې ښې پایلې ولري. که څه هم چې ویلي یې دي: دا مې ګمان نشي-چې له ایزه مې زوی وشي. عمران خان بیچاره به څومره خپلواکه وي چې په خپلواکه توګه پرېکړې وکړي. هلته هر څه د تورمخي منافق پوځ په لاس کې دي او کېدای شي چې دا راتګ یې هم د امریکې د نوي ولسمشر د پاملرنې د جلب په خاطر کړی وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب