Homeخبرونهخټک: عمران خان بايد کابل ته له تګ وړاندې پاکستان کې ترهګريز...

خټک: عمران خان بايد کابل ته له تګ وړاندې پاکستان کې ترهګريز مرکزونه ختم کړي وای

تاند ( پنج شنبه، دعقرب ۲۹ ) د پښتونخوا سیاسې څېرې او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې ده.

هغه ویلي په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان او پاکستان دواړو کې دناورین او خونړیو پېښو لامل دي خو وایي پاکستانی حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

خټک ویلي: « افغانستان ته د عمران خان تر سفر مخکې باید نوموړي لومړی په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه بند کړي وای، د ناورین او فاجعې دا سرچینې یې باید له منځه وړې وای او بیا یې دې د سولې پیغام له ځان سره وړلی.»

خټک تل د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني استخباراتو او د دغه هېواد د حکومت سیاستونه غندلي او هغه یې په سیمه کې د ناورین او کړکېچ لامل بللي دي.

خټک داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، څو شېبې وړاندې د پاکستان لومړی وزير عمران خان کابل ته را ورسېده.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b5%d8%af%d8%b1%d8%a7%d8%b9%d8%b8%d9%85-%d8%b9%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%88%d8%b1%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d9%be%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...