شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې ۱۱ سرتیري وژل شوي او درې نور تسلیم شوي

په غزني کې ۱۱ سرتیري وژل شوي او درې نور تسلیم شوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) چارواکي وايي تیره شپه شاوخوا یوولس بجې طالبانو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د تاسنګ پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، سیمې ته د کومکي ځواکونو په رسیدو سره جګړه شوې چې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي خو شمېر یې معلوم نه دی.

د ښاغلي سیرت په خبره په دغه پېښه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل خوا ځینو سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په دغه برید کې ۱۱ تنه سرتیري وژل شوي او درې تنه وسله والو له ځان سره وړي دي.

طالبانو بیا تر دې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وايي: د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې هم دوه موټر بم بریدونه، مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي له منځه وړل شوي دي.

د امینه قومندانۍ ویاندي احمد خان سیرت وايي، وسله والو غوښتل چې د یو هاموې ټانک په واسطه د دغه ولسوالۍ د نظرخان سیمې پر امنیتي پوسته برید وکړي، له منځه وړل شوی دی.

سیرت زیاتوي یوه سراچه موټر هم چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوي وو، غوښتل یې د ګیلان ولسوالۍ پر کومه پوسته برید وکړي له منځ وړل شوی دی.

د نوموړي په وینا په یادو دواړو پېښو کې د موټر چلوونکیو پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب