سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد ۳۹ افغانانو پر وژلو استرالیايي چارواکو خواشیني څرګنده کړه

د ۳۹ افغانانو پر وژلو استرالیايي چارواکو خواشیني څرګنده کړه

تاند (پنجشنبه، د عقرب۲۹) په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جنایتونو په اړه په تحقیقاتو کې څرګنده شوه چې د دغه هیواد ځانګړي ځواک په افغانستان کې په غیرقانوني ډول ۳۹ ملکي افغانان او جنګي اسیران وژلي دي.

د دوی دوسیه، چې په اړه یې څو کاله تحقیق وشو او د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، اوس د جنګي جنایتونو ځانګړي څارنوال ته وسپارل شوه.

دې قضیې د استرالیا د دفاعي ځواکونو لوی درستیز اعتراف ته اړ کړ چې ووايي د دغه هیواد په ځانګړو ځواکونو کې د جرم د پټولو ناوړه دود شته.

جنرال انګس کمپیل وویل«د ځینو پوځیانو په منځ کې د جګړې د ناوړه دود شرموونکې پېښې څرګندې شوې.»

په مجموع کې پر ۵۷ پېښو تحقیق وشو او زرګونو تنو شاهدي ورکړه.

جنرال کمپیل وویل، د استرالیا ۲۵ تنو ځانګړو هوايي ځواکونو (ایس اې ایس) په دې وژنو کې لاس لرلی او قتلونه یې هم د جګړې په لړ کې نه دي کړي بلکې په سړه سینه یې کړي دي.

د دې قضیې په راپور کې ویل شوي چې ۱۹ کسان پولیسو ته ورپېژندل کېږي چې د قربانیانو خپلوانو ته تاوان ورکړي.

د استرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن دفتر ویلي چې صدراعظم د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره تېلفوني خبرې کړي او په دې اړه یې له هغه سره ژور خپګان ښکاره کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استرالیايي ځواکونو جنګي جنایتونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له باندنیو چارو وزیر سره د دغو پېښو په خاطر خواشیني څرګنده کړه او بخښنه یې وغوښته.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې استرالیايي چارواکو د عدالت د تامین کېدو او د قربانیانو خپلوانو ته د تاوان ورکولو ژمنه وکړه.

استرالیا په ۲۰۱۳ م کال، مخکې تر دې چې د ۲۰۱۴ په پای کې د ناټو محارب پوځیان له افغانستانه ووځي، له اروزګانه خپل پوځیان وایستل.

د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي بریدونو وروسته استرالیا د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ افغانستان ته په دوره يي ډول ۲۶ زره پوځیان لېږلي دي. د دوی محارب ځواکونه په اروزګان ولایت کې مېشت وو.

که څه هم دا پوځیان په ۲۰۱۳ کې له افغانستانه ووتل خو د افغانستان د ماموریت په اړه د هغو د جنګي جنایتونو راپورونه وروسته – وروسته څرګند شول.

دا هیواد اوس په افغانستان کې ۴۰۰ پوځیان لري چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او په جګړه کې ښکېل نه دي.

1 COMMENT

  1. په دې قتل او جنایاتو کې د مجاهدینو د سروونو لاسوونه ګډ دي ، دوی دي چه قول او شرف باندې یې قسم کړي وو چه بېړني ځوان عسکر د وطن پر نامووس او د وګړیو پر نامووسوونو وبلي او د پنځوسو هېوادوونو ځونانو ته یې زمینه برابره کړل! دوی بې ناموسان ووه او دي، مګر تر دغو مخ کې خنزیرمل «ببرک کارمل پنجابی» دا کار یې سر ته ورسووه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب