جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون د برید نیول شوي عاملین دې مجازات شي

پر کابل پوهنتون د برید نیول شوي عاملین دې مجازات شي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې پر کابل پوهنتون د شوي برید نیول شویو عاملینو ته د سختې سزا د ورکولو غوښتنه وشوه.

دغه غونډه چې پرون چهارشنبه د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه د هېواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو.

په یاده ناسته کې موظف امنیتي پلاوي د فراه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه د خپل وروستي سفر راپور وړاندې کړ.

دغه پلاوي ویلي، په مرکز او شاوخوا سیمو کې د بشپړ امنیت د تامین، د اخاذي مخنیوي او فساد سره د مبارزې په موخه لازم اقدامات شوي او لا هم جریان لري.

د چارواکو په خبره په فراه ولایت کې د دولتي بنسټونو له لوري د اصلي هستې د ساتنې او مدیریت او د مافیا د نفوذ مخنیوي لپاره ملي دفاع وزارت ته د عاجلو اقداماتو لارښوونه شوې ده.

‎د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د کابل پوهنتون په تړاو نیول شویو عاملینو ته د سختې سزا د تطبیق لپاره د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته د نافذه قوانینو په چوکاټ کې لازمې لارښوونې وشوې.

په کابل پوهنتون له برید ۱۶ ورځې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغې حملې په تړاو د تازه نیونو او پرمختګونو خبر ورکړ.

ښاغلي صالح پرون چهارشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: “بیا هم د کابل پوهنتون د قضیې په تړاو زیات پرمختګونه شوي، د نیولو شویو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، دا ځل مو د رحمت الله په نامه د دغه جنایت مستقیم شریک او د هستې غړی نیولی دی.”

نوموړي د کابل پوهنتون له مشرتابه وغوښتل چې د نیولو شوېو کسانو پر وړاندې دعوه پرانیزي.​

په ورته مهال د امرالله صالح د عامه اړيکو او مطبوعاتو د دفتر رئیس رضوان مراد ویلي تر اوسه د دغې حملې د طراح د هستې درې تنه نیول شوي او یو بل کس له امنیتي ځواکونو سره په حمله کې له منځه تللی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب