جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبولټن: افغانستان څخه د سرتېرو ایستل یوه ستراتېژيکه او ستره تېروتنه ده

بولټن: افغانستان څخه د سرتېرو ایستل یوه ستراتېژيکه او ستره تېروتنه ده

تاند ( پنج شنبه، د عقرب ۲۹) د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل یوه ستراتېژيکه او ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي د دې وخت نه دی چې له افغانستان دې ټول امریکایي عسکر و ایستل شي.

هغه ویلي له دغه هېواد په دومره بېړه د ټولو سرتېرو ایستل په هېڅ منطق نه دي برابر او دا به یوه ستره ستراتيژيکه تېروتنه وي.

بولټن هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت په دې برخه کې له احتیاط کار واخلي.

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو او د امریکايي پوځ اوسنیو او پخوانیو غړو له افغانستان د سرتېرو بېړني وتل ستره تېروتنه بللې او د ټرمپ حکومت یې په بې پروایۍ تورن کړی دی.

بل لورته د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي چې په افغانستان کې یې د ناټو د ماموریت په اړه د دغه هیواد له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي دي.

ستولتنبرګ، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې سره مخالف دی، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي «موږ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوو او د هغې د یو لوري په توګه د خپلو ځواکونو د حضور تنظیمولو ته دوام ورکوو. حتي د امریکا له لوري د ځواکونو له کمولو سره سره، ناټو به د نړیوالو تروریستانو پر ضد په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنې او سلامشورې ته دوام ورکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب