جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهله ساساکي شرکت سره د ۷ بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر...

له ساساکي شرکت سره د ۷ بندرونو او اقتصادي زونونو د ماسټر پلان هوکړه لاسلیک شوه

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) افغان حکومت له ساساکي شرکت سره د ۷ وچو بندرونو او اقتصادي زونونو لپاره د ماسټر پلان جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

ارګ وايي، دغه تړون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون چهارشنبه په چهارچنار ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وايي، دا چې افغانستان په وچې پورې تړلی هیواد دی، له همدې امله حکومت له ګاونډي هیوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د وچو بندرونو پام وړ ظرفیتونو څخه استفاده کوي.

د نوموړي په وینا دغه قرارداد نه یوازې په هر وچ بندر کې یو اقتصادي زون ته انکشاف ورکوي، بلکې د ځای، ادارې، کار او کسب، سوداګرۍ او ګمرک په ګډون په بندري ښارګوټو کې د اړوندو نورو عواملو د پلان جوړونې اسانتیاوې به هم رامنځته کړي.

په دې اقتصادي زونونو کې د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، حیرتان، اسلام قلعه، تورغونډۍ او زرنج بندرونه شامل دي.

د ساساکي شرکت د ډيزاین برخې مسؤل ډینیس پایپرز په خبره که دغه پروژې په بریالیتوب تر سره شي نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې د دې هېواد خلکو ته به هم ګټه ورسوي او کاري فرصتونه به ورته برابر شي.

ولسمشر اشرف غني وايي، ددغه ماسټر پلان په تطبیق سره به د عوایدو سیستم د وړاندوینې وړ وګرځي او موږ به د اسیا په څلورلارې د بدلېدو هدف ته رسېږو.

د ولسمشر په وینا زموږ اصلي موخه دا ده چې بندرونه او ګمرکي تاسیسات مو ۲۴ ساعته فعال وي او تګ راتګ په کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب