جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکیان...

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکیان وژلي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژلي دي.

یاد وزارت پرون چهارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۱۲۵۰ ماین چاودنې او ۵۳ ځانمرګي بریدونه کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د طالبانو په دغه بریدونو او چاودنو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې افغان ځواکونو د طالبانو د دغه جنایت بدل په هلمند او کندهار کې له طالبانو واخیست.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزرات ویلي و، د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې سلګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې یو شمېر په کې پاکستانیان هم وو.

دغه راز په دې جګړه کې د طالبانو د قطر دفتر د یوه مهم غړي د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88/

طالبانو تر اوسه ددې تازه څرګندونو په هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب