جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکوېټ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

کوېټ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) د کویټ یو شمېر دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د ژر تر ېره اوربند کېدو اوربند غوښتنه یې وکړه.

دغو عالمانو پرون چهارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او زیاته کړې یې ده، وروسته له هغه چې طالبانو له امریکا سره هوکړه لاسلیک کړه دا جګړه شرعي جواز نه لري.

دوی صریحو دیني نصوصو ته په پام، په بیړنۍ توګه د جګړې پای ته رسولو او افغانستان کې د دوامدارې سولې د تامین غوښتنه کړې ده.

طالبانو که څه هم د تېر کال په حوت میاشتې په لسمه نېټه په قطر کې له واشنګټن سره هوکړه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکړی دی.

تر دې وړاندې د مالیزیا، بندګله دېش او د یو شمېر اسلامي هېوادونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ښکیلو خواوو یې د سولې غږ کړی دی.

4 COMMENTS

  1. طالب ته چې کله د ای ايس ای ملايان د جګړې ودريدو ونه وايي دوی د نورو عالمانو فتوا نه مني، د دوی په نزد هغه عالمان چې د جګړې ودريدو غوښتنه کوي د امريکا خواخوږي يا غلامان بولي،
    که دغه فتوا د پنجاب او ای ايس ای ملايان ورکړي بيا يې مني، د پنجاب ملايان هغه څوک دي چې کله امريکا د پنجابستان خاوره د طالبانو پر ضد استفاده کړه دوی غلي وو يا لږ تر لږه ملاتړ يې هم کړی و.
    د ای ايس ای ملايان پنچابستان کې ډيموکراسي غواړي خو افغان طالب ته د جهاد فتوا ورکوي،د پنچاب ملا د سود پيسې،د هيرامنډۍ ماليه پاکه ښکاري خو د افغان وجود بيا ناپاک بولي،په ښکاره ورځ شراب، ځان پلورنه، هره هغه ناروا چې شته پنجاب کې کېږي خو جهاد افغانستان کې کوي.
    لومړی يې د امريکا پلمه وه اوس هغه هم حل شوه خو کله چې امريکا د دوی له لارې د طالبانو دولت سقوط کړ نه جهاد و او نه اسلام ځکه چې پنجابي ملا تر اسلام او مسلمان پنجابستان مهم دی دا خبره مولوي ضعيف خپل کتاب کې کړې.
    الله ج عادل دی او هر څه ويني ترڅو به دا منافقت او رزالت وي ترڅو به دوی زبرځواکونه ساتي او د هغو پر مټ به افغان ملت ځوروي هغه ورځ لرې نه ده چې د انګريز ښکېلاک له امله جوړ شوی پنچابستان دړې وړې شي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. تاند بیا دیوی مرموزی فتوا خبر ورکوی.
    دا رښتیا فتوا ده او که ددولت تبلیغ دی؟
    که فتوا وی نو بیا خو دواړه دولت او تالبان باندی مسؤل ګڼل کیږی. نو تاند ولی یو طرفه، د سالم ژرنالیزم له اصولو نه دباندی، خبرونه خپروی؟

  3. اصلاً بشر ته دوه ډوله پیغمبران استخدام سوی دی
    لومړی: بشری ( مبعوث ) پیغمبر
    دوهم: په فطرت کی تعبیه سوی پیغمبر ( عقل)
    نن ورځ خو کوم پیغمبر تشریف نلری چی د افغان د روانی خونړی جګړې په باب د حرمت یا نه حرمت حُکم او فتوا صادره کړی
    نو
    باید همهغه فطری پیغمبر یعنی عقل ته باید مراجعه وسی
    مسلّلماً
    د عقل فتوا به دا وی چی پر مظلوم افغان اوسنی د طالب او لاهور او لندن پلاس تپل سوی او تحمیل سوی جګړه او تورتم به حرامه کړنه وی
    بناً
    ددی جګړی عاملین او آمرین او تمویل کوونکی ټول پر حرامه او غلطه لیاره روان دی

  4. غلام حضرت سیب
    د ابن سینا خبره دی کړی ده. هغه پیغامبران او فلاسفه یو بللی وو. د اهل سنت او جماعت د مسلمانانو خبره داسی نده. د ابن سینا خبره د عیسوی دین مشهور متعقل توماس اکویناس تکرار کړی او اوسنی طبعی قانون (نیچرل لا) له هغه نه وروسته رواج سوی ده.
    مسلمانان همیشه د قرآن او سنت او اجماع په پیروی باندی مکلف دی. دهغوی په مقابل کی عقلی خبری مسلمانانو ته ګناه بلل سوی.
    نو هره فتوا چه کیږی هغه د همدا دری اصولو نه باید دباندی نوی او دهغوی فتوا باید په سالم قیاس باندی متکی وی. دا چه جنګ په قران او سنت کی ذکر سوی نو یو مفتی باید د دفاعی او غیردفاعی جنګ اصول وپیژنی او د مسلمانانو جنګ د نامسلمانو له جنګ سره یو ونه ګڼی.
    مونږ له دی کبله په تاند نقد نیولی چه هغوی د فتوا مبهم اخبار نشر نکړی او دا ونه ښی چه دا فتواوی په تالبانو باندی واجب دی او حکومت معصوم دی. جنګ دوه طرفه لری او دواړه باید شرعی حکم ته تابع وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب