تاند(پنجشنبه، د نوومبر۱۹) فایزر کمپنۍ وايي، د دوی وروستۍ شننې ښيي چې د کورونا پر ضد واکسین یې په سلو کې ۹۵ اغېزمن دی.
فایزر کمپنۍ پرون (چهارشنبه) همداراز وویل چې په لومړنیو څېړنو کې د دوی واکسین تر ۹۰ سلنې پورې د کورونا وایرس پر ضد بریالی ښکاره شوی و.
تر دې وړاندې د روان نوومبر په ۹ مه د درمل جوړولو امریکايي کمپنۍ فایزر ویلي و چې د جرمني د بایو این تک کمپنۍ په همکارۍ یې د کورونا ضد واکسین په سلو کې تر۹۰ ډېر بریالی دی.
فایزر کمپنۍ خپل واکسین د نړۍ په ۶ هیوادونو کې پر۴۰ زره تنو ازمویلی او بریالۍ نتیجه یې ترلاسه کړې ده.
فایزر کمپنۍ د چهارشنبې په ورځ (نوومبر۱۸) وویل چې واکسین یې له یوې خوا د کورونا د مخنیوي په برخه کې په سلو کې ۹۵ بریالی دی او له بلې خوا هیڅ راز جانبي عوارض نه لري.
د اروپايي کمیسیون رييس اورسولافون درلاین د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، د اروپايي اتحادیې له موافقې سره سم، د دې اتحادیې ۲۷ غړي هیوادونه د دغه واکسین ۴۵۰ ملیون ډوزه رانیولی شي او دا د دوی خوښې ته پرېږدي چې په پاتې ۱۰۰ ملیون ډوزه کې کوم هیواد څومره واکسین اخلي.