جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم عمران خان نن پنجشنبه کابل ته راځي

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن پنجشنبه کابل ته راځي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) ټاکل شوې د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن پنجشنبه په یو ورځني سفر کابل ته راشي.

له ده سره به په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملګری وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د عمران خان دغه سفر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه ترسره کېږي.

عمران خان به له افغان چاروکو سره پر سوله، سوداګرۍ، سیمه ییز اقتصاد او سیمه ییز اتصال خبرې وکړي.

د نوموړي له راتګ سره سم د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت یواځې نن په پلازمېنه کابل کې د بېروبار د کمولو په خاطر رخصت اعلان کړی دی.

له دې وړاندې د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د خان سلاکار عبدالرازق داوود او مل ۱۷ کسیز پلاوی کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.

ولسمشر غني له یاد پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار کړی دی.

ارګ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ښاغلي غني او یاد پاکستاني پلاوي د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په هوکړه لیک “اپټا” کې د شته ستونزو او ننګونو او په دغه هوکړه لیک کې د تعدیلاتو په اړه، خبرې کړي.

ولسمشر غني ټینګار کړی هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د تطبیق خنډ ګرځي، باید لېرې شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دي چې د دوی د زړه ماتوالي لامل ګرځي.

افغان ولسمشر ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د کاسا زر، ټاپ او ټاپې په ګډون پر سترو اقتصادي پروژو زیات تمرکز وکړي.

د پاکستان دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو او سواګرو سره یې د سوداکرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې او د ګمرکي همکاریو يوه هوکړه یې لاسليک کړې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ او سوداګرۍ دغه هوکړه د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پای ته رسېږي.

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي چې د اپټکا د تړون په لړکې به نورې خبرې په را روانو میاشتو کې په اسلام اباد کې وشي.

عمران خان ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پاکستان صدر اعظم شو او له هغه را وروسته دا کابل ته د نوموړي لومړنی سفر دی چې د راتګ لپاره یې افغان چارواکي د چمتووالي د نیول کېدو خبر ورکوي او د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته پر تللې لارې د افغانستان او پاکستان بیرغونه راځړول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب