نن به په یوې ډیرې حساسې او نازکې موضوع باندې بحث وکړو، داسې موضوع چې ډيری هیوادوال او په ځانګړې توګه لوستی او باخبره قشر پرې ښه پوهیږي خو په ټولنه کې د شته حساسیتونو سره د مخامخیدو او د منظمو استخباراتي چینلونو له خوایې پر وړاندې د ټاپو له ډاره په اړه څه نشي ویلی، موضوع څه شی ده؟
دا موضوع په هیواد کې د خپل سرو مدارسو د زیاتوالي او د پوهنتونونو او اکاډمیکو مراکزو په تعلیمي نصاب کې د ځینو خپلسرو مضامینو تدریس دی.
په دغه برخه کې دښمن ډير ښه فکر کړی او زموږ د ولس هغه حساس اړخ یې لومړی ښه مطاله کړی او بیا یې د هماغې پر بنسټ ښه او منظمه پانګه ونه پرې کړې ده.
دا داسې موضوع ده چې په اسانه توګه پرې بحث هم نشي کیدلی، ځکه چې دې موضوع ته په معمولي اشارې سره سړی د ټاپو او د انحراف سختو کړنګونو ته ټیل وهل کیږي.
تاسو به اوریدلي وي، چې څو کاله وړاندې د حفیظ منصور او د یو شمیر نورو کسانو له خوا په پوهنتونونو او علمي مراکزو کې د اسلامي ثقافت مضمون په اړه یو څه ویل شوي و، چې ګواکې ددې مضمون له لارې ځوانان افراطیت ته هڅول کیږي او او….
په هغه وخت کې ددې کسانو دغه وینا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه، ځینو له اسلامه وویستل او ځینو ورته داسې کلمات وکارول چې له مخې یې یاد کسان د اسلام او اسلامي تعلیماتو سره په دښمنۍ تورن شول، خو په لوړه کچه هیچا دیته زمینه مساعده نه کړه چې له دغه کسانو سره یې ددوی د وینا د سپیناوي په اړه بحث کړی وی او وضاحت یې ترې غوښتی وی، که یې خبره سمه وه نو په هېواد کې د اسلامي تعلیماتو په شته نصاب بیا له سره کتنه شوی وی او که ددوی خبره نا سمه وه، نو بیا به یې پرې په رسمي توګه بخښنه غوښتی وی.
موږ اوس هم دا وایو، که د هغوی هدف دا وي، چې په مطلق ډول دې د اسلامي ثقافت مضمون له تعلیمي نصاب څخه لرې شي نو دا یو بې منطقه خبره او په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده، خو که په همدغه برخه کې یې د سمون په موخه دا خبره کړي وي نو بیا یې خبره سمه او په پوهنتونونو کې په تدریسي نصاب له سره کتنه وشي.
هغه بله ورځ په یو رسمي کنفرانس کې یو چا ویل چې هم یې لیسانس او هم یې ماستري د کابل پوهنتون کې کړی.
د نوموړي په وینا، په یاد پوهنتون کې لاهم د اسلامي سقافت مضمون په داسې ډول تدریسیږي چې له مخې یې جمهوریت شیطاني نظام او لارویان یې شیطانان بلل کیږي.
یاد کس زیاتوي، یوه ورځ مې د خپلې لور کتاب پرانیست، په کتاب کې د اسلام پنځه بناوې شپږو ته پورته شوې وې، یعنې د پنځو بناو سره جهاد هم اضافه شوی و او د کلمې، لمونځ، روژې، زکات او حج تر څنګ یې جهاد هم ورسره د شپږمې بنا په توګه اضافه کړی دی.
جهاد هم الهي حکم دی او هیڅوک ترې انکار نشي کولی او منکر یې کافر دی، داسې دې څوک فکر هم نه کوي چې خدای مه کړه موږ له جهاد څخه منکر یو او ددې فرض سره حساسیت ښیو.
خو اصلي خبره دا ده، چې ولې دې داسې ولیکل شي؟ ولې دې د یو تش په نوم جهادي تنظیم د یو پخواني غړي، چې تول عمر یې د پردیو په خدمت کې تیر شوی او ټول ژوند یې د افغانستان د هر نظام سره په مخالفت کې تیر شوی، ژباړل شوی کتاب د هیواد په کچه په یو مهم پوهنتون کې تدریس شي؟ ایا د ځمکې پر مخ داسې هیواد شته، چې په مدارسو او پوهنتونو کې یې دغسې خپل سري کتابونه تدریس شي؟
ایا زموږ د مدارسو څخه چا لیدنه کړې، چې هلته کوم کتابونه او د کوم معیار په اساس تدریسیږي؟
ددې موضوع په لوستلو سره ناڅاپه حساسیت مه ښيئ، دا د تعامل وړ موضوع ده چې پرې دقیق فکر په کار دی.
هیواد مو په یو بل بحران کې د لویدو خواته روان دی، په کابل پوهنتون او نورو ډیرو پوهنتونونو کې د حزب التحریر او دیته ورته ډيرو نورو مجهولو جوړښتونو له خوا په پراخه توګه تبلیغات روان دي او درګرده ځوانان جذب کوي.
موږ په مجازي نړۍ کې وینو چې د همدې مجهوله جوړښتونو ډيری جذب شوي غړي تل د افغانستان د ټولو ګټو خلاف نظریات خپروي او ځانته یې د خلافت یوه بله خیالي نړۍ جوړه کړې، چې پرته له شکه که د همدې افکارو مخه ونه نیول شي، همدا خیالات به مو یو ځل بیا د اور په نتور کې لولپه کړي.
له بده مرغه دغه تنظیمونو زموږ د پوهنتونونو ډيری استادان او محصلین جذب کړي او عملا یې کار روان دی.
تاسو به د کابل پوهنتون د وروستۍ پیښې عامل لیدلی وي، چې د شریعیاتو پوهنځي د دریم کال محصل و، تحقیق ترې وکړئ، بیا وګورئ چې همدا عادل نومي ځوان دغه ورانوونکي مفکوره چیرته خپله کړې وه؟
په ډاډ سره ویلی شم، چې نوموړی د همدې کابل پوهنتون د ځینو استادانو له خوا په تحریر او نورو مجهولو جوړښتونو کې جذب شوی و.
همداسې خپل سري مدارس هم په نظر کې ونیسئ، تاسو یو ځل ولاړ شئ او دغه مدارس له نږدې وګورئ، له شاګردانو او مهتممینو سره یې مرکې وکړئ، د هغوی نظریات واورئ، بیا به پوه شئ چې موږ چیرته او هغوی چیرته؟
دا ډيره مهمه موضوع ده، په دغه برخه کې د عوامو نظریات ډير خطرناکه تمامیږي او فورا د تکفیري فتواو سره مخامخیږي.
په دغه برخه کې باید په خپله علما لاس په کار شي، د ګاونډي هیواد د انحصار څخه د وتلو لپاره په حکومت فشار راوړي، چې په داخل د هیواد کې هم تیت او پرکو تعلیمي نصابونو او د انفرادي مدارسو مخه ونیسي او هم دې داسې یوه مدرسه جوړه کړي، چې په معیاري ډول په کې د اسلام د مقدس دین د ټولو اصولو مطابق دیني زده کړې تر سره شي.
که یوازې حکومت او یا هم انفرادي اشخاص په دغه اړه یو څه وایي نو فورا د سختو افراطي او منحرفوونکو غبرګونونو سره مخامخیږي، آن تر دې چې ممکن د کفر ټاپه پرې ولګول شي او عوامو ته داسې معرفي شي چې ګواګې دغه سړی په هیواد کې د ددیني زده کړو او مدارسو د جوړولو مخالف دی.
حال دا چې په هیڅ وجه داسې نه ده، زه فکر نه کوم که دلته هیڅوک د اسلام د مقدس دین له زده کړو او عظمت سره مخالف وي، بلکه حقیقت دا دی د مدارسو د بې کنټروله زیاتیدنې احتمالي خطرات سړی دیته مجبوروي چې حد اقل یو څه ولیکي او په ځانګړي ډول دولت او علمای کرام دیته متوجه کړي چې ددغه چارې ټولې واګې کنترول او په خپل اختیار کې ونیسي.
زموږ عادت دی، چې کله د کرښې اخر ته ورسیږو بیا په ځان پوهیږو، نو هیله ده چې سر له همدا اوسه په دواړو برخو کې، هم مدارس او هم یې پر وړاندې د دین ستیزو کسانو د بې کنتروله فعالیتونو مخه ونیول شي، تر څو زموږ د نن تیروتنه په راتلونکي کې د یو بل لوی ناورین سبب نشي.
په دې هیله چې په همدې لنډه لیکنه کې مې مفهوم تر یوې کچې رسولی وي او د مسولینو پام ورته واوړي.
دا لیکنه هغه تبلیغاتو ته ورته ښکاری کوم چه غربیانو د مسلمانانو دمدرسو په ضد پیل کړی وو. هغوی له مدرسو نه دخپل استعمار او استثمار په وړاندی د خطر احساس کاوو خصوصا هغه مدرسی چه له کتابو نه یی جهاد نوی حذف کړی. هغو کوشش شروع کړی چه قران او حدیث تحریف کړی او ټول د جهاد او نورمفاهیم چه له غربی ظلم سره د مبارزی روحیه ورکوی ووباسی. تاسو په دی هکله ازاد بحث کولای سی.
داسی ښکاری چه لیکونکی د غربی استعمار خبره تاییده وی. غربیان هغه مسلمانان چه د اسلام په اصولو معتقد وی افراطیان بولی. لیکونکی نوایی افراطیان څوک دی او دهغه ځینی خبری یی د غربی مفهوم سره نیزدی بللای سو.
که لیکونکی له جهاد سره مخالف نوی نوبیا ولی نوایی چه د هغی موضوع په تدریس کی مشکل څه دی. د لیکونکی سرسری خبری په نن وخت کی تنها د غربیانو فعالیتو ته اشاره کوی کوم چه هغوی پاک مسلمانان په امریکا او اروپا کی د دینی پوهنی په خاطر محاکمه کړی دی. داسی سرسری خبری یوازی د اسلام پوهنی په ضد تبلیغ بللای سو.
دا چه دی لیکونکی ویلی چه په دی مضمون باندی باید بحث وسی نو ولی د بحث موضوع نه ښیی؟
دلیکونکی لیکنه ښیی چه دوی ښایی یو آزاد اکادمیک نظام نه غواړی. د یوی جامعی پیشرفت په آزاد خیال او زده کړه کی راتلای سی. دا آزادی باید د مختلفو نظریاتو مطالعه کولو ته اجازه ورکړی. که څوک د جمهوریت مخالف وی او هغه بیا په افراط متهم کیږی نو دا خو د کمونستانو په چم جمهوریت بللای سو. که څوک د یو حزب غړی وی نو دا خو د هغوی مدنی حق دی.
دا لیکونکی د څه ډول جمهوریت خبره کوی ؟ دوی ښایی چه د جمهوریت ترنامه لاندی جمهوری دیکتاتوری غواړی.