شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهکریستوفر میلر له افغانستانه د ۲۴۰۰ پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ

کریستوفر میلر له افغانستانه د ۲۴۰۰ پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۸) د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریستوفر میلر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې له افغانستان او عراق څخه ۲۵۰۰ سرتېري وباسي.

ده وویل«زه رسماً اعلان کوم چې موږ به له دغو دوو هیوادونو څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ اوامر تطبیق کړو.»

میلر دا هم وویل چې په دې اړه یې د کانګریس له هغو غړیو سره خبرې کړي چې د ځواکونو د ایستلو په وړاندې یې خبرداری ورکړی او دغه راز یې خپلو متحدانو ته خبر ورکړی دی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وویل، «د ولسمشر له لوري دا پرېکړه په تېرو څو میاشتو کې زما او زما د همکارانو په شمول د ملي امنیت له کابینې سره د پر له پسې خبرو پر اساس شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ژر ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړ.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%85%d9%86%d8%b4%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84/

خو د میلر د څرګندونو پر اساس اکثره امریکايي پوځیان به یوه اوونۍ مخکې تر دې له افغانستانه وایستل شي چې نوی منتخب ولسمشر جو بایډن واک ترلاسه کړي.

راپورونه وايي چې جو بایډن په خپل ټیم کې داسې کسان ګومارلي چې ډېری یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ کوي.

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا د دفاع مخکیني وزیر مارک ایسپر تر ګوښه کېدو وړاندې سپینې ماڼۍ ته په سپارلي پټ سند کې ویلي و چې باید له افغانستانه تر هغو ځواکونه ونه ایستل شي چې ځانګړي شرایط نه وي رامنځته شوي.

https://taand.net/%d8%b3%d9%8a-%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%86-%d9%87%d8%ba%d9%87-%d9%84%db%8c%da%a9-%d8%a7%d9%81%d8%b4%d8%a7-%da%a9%da%93%db%8c-%da%86%db%90-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d9%be%db%8c%d8%b1-%d8%af-%da%ab%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب