پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون برید؛ د ځانمرګي هویت په ډاګه شوی

پر کابل پوهنتون برید؛ د ځانمرګي هویت په ډاګه شوی

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او درېیم هغه یې نیول شوی دی.

د ښاغلي صالح په وینا، پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح احمد نومېږي او له برید وروسته پکتیا ته تللی و، چې هلته له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

نوموړي نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د دغه برید درېیم طراح هم پکتیا کې نیول شوی، چې تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راولېږدول شي.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، چې پر کابل پوهنتون د برید په اړه څېړنې او پلټنې په جدیت سره مخ ته روانې دي، چې په اړه به یې له خلکو سره معلومات شریک شي.

هغه زیاتوي، د عادل په نوم لومړی طراح چې نیول شوی، دوی ته په څېړنو کې ویلي، پر پوهنتون برید یې ۱۰ ورځې وړاندې جوړ کړی و چې څه ډول پوهنتون ته د ننه شي، ځان د نورو محصلینو په څېر جوړ کړي، تر څو پولیس ورته متوجه نه شي او بیکونه یې تلاشي نه کړي.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%b7%d8%b1%d8%ad%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%db%8c-%d9%88%d9%86%db%8c%d9%88/

امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوم ویلي، په پوهنتون کې د ځانمرګي هویت هم په ډاګه شوی چې په اړه به یې یوه یا دوه ورځې وروسته معلومات له خلکو سره شریک کړي.

امرالله صالح یو ځل بیا د هېواد له قضایه قوې غوښتنه کړې چې ترهګر په علني ډول محاکمه کړي تر څو د خلکو تسلي حاصله شي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad-%d9%86%db%8c%d9%88%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%aa%d8%b1%d9%87%da%ab%d8%b1-%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%82%d8%b1%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%8a/

2 COMMENTS

  1. د ښاغلي صالح په وینا، پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح احمد نومېږي او له برید وروسته پکتیا ته تللی و، چې هلته له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

  2. د ښاغلي صالح په وینا، پر کابل پوهنتون د برید دوهم طراح احمد نومېږي او له برید وروسته پکتیا ته تللی و، چې هلته له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
    امرالله صالح د خپلو خبرو پر دوم ویلي، په پوهنتون کې د ځانمرګي هویت هم په ډاګه شوی چې په اړه به یې یوه یا دوه ورځې وروسته معلومات له خلکو سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب