جمعه, مې 17, 2024
Home+په بریتانیا کې ۶ زره تنه د کورونا واکسین ټیسټوي

په بریتانیا کې ۶ زره تنه د کورونا واکسین ټیسټوي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۶) په بریتانیا کې په ۶ زرو رضاکارو د یوه نوی واکسین ازمېښت پیلېږي. دا په دغه هیواد کې درېم واکسین دي چې ازمویل کېږي.

دا واکسین بلجیمي کمپنۍ جانسن د زوکام وایرس څخه جوړ کړي. یعني د زوکام وایرس حنیټیک یې اصلاح کړی او واکسین یې ورڅخه جوړ کړي دي.

په بریتانیا کې ۶ زره تنه حاضر شوي چې دا واکسین پر ځان وازمويي. په نورو هیوادونو کې هم ټولټال ۳۰ زره تنه چمتو دي چې په داوه طلبه توګه په دې ټیست کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د اکسفورډ واکسین هم ازمویل شوي او ویل کېږي چې نتیجه یې ښه ده خو لا هم نهايي شوي نه دي.

اوس په نړۍ کې د کورونا په وړاندې تر ټولو معتبر واکسین د امریکا د فایزر کمپنۍ واکسین دي چې د جرمني د یوې کمپنۍ په مرسته یې جوړ کړي او ویل شوي چې تر ۹۰ سلنه ډېر اغېزمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب