Homeد ماشوم پالنهد انترنیټ د کارولو لپاره د بریتانیا قوانین

د انترنیټ د کارولو لپاره د بریتانیا قوانین

تاند- بریتانیا هڅه کوي چې له انترنیټ او الیکترونیکي وسایلو څخه د ماشومانو لپاره ټاکل شوي معیارونه عملي شي.

په بریتانیا کې له موبایل څخه د ماشوم د استفادې عمر ۱۰ کاله او ۳ میاشتې اعلان شوی. خو په هغې څېړنې کې چې د ۲۰۱۸ په دسمبر کې پر انترنیټ د بریتانیا د څارنې ادارې (IWF) وکړه، وښودل شوه چې نژدې ۴۰ سلنه تر ۱۳ کلونو کشر ماشومان سپک یا مستهجن پیغامونه ویني.

له بلې خوا د آیرلنډ سایبرسېف (Silber Save) ټولنې په خپله څېړنه کې، چې د ۸ او ۱۳ کلونو ترمنځ له ۴ زره ماشومانو څخه د پوښتنو پر اساس یې کړې، ویلي چې په سلو کې ۴۳ ماشومان د انترنیټ له لارې له پردیو او نابلدو خلکو سره خبرې کوي. همداراز په سلو کې ۳۶ ۸ کلن هلکان او په سلو کې ۴۳ لس کلنې نجونې هغه آنلاین لوبې یا ګېمونه کوي چې تر ۱۸ کلونو د لویانو لپاره دي.

د بریتانیا حکومت هڅه کوي چې د قوانینو په تصویبولو په انلاین دنیا کې ماشومان خوندي کړي.

د بریتانیا د معلوماتو د خوندیتوب ادارې د ۲۰۲۰ په جنورۍ کې د ماشومانو د انترنیټي خدماتو لپاره یو لړ ستندردونه وټاکل چې ماشومان په انترنیټ کې د سپکو او ځیږو یا خشنو صحنو له لیدلو راګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...