جمعه, اپریل 19, 2024
Homeد ماشوم پالنهله ماشومانو سره عاطفي اړیکي ټینګول

له ماشومانو سره عاطفي اړیکي ټینګول

لیکنه: محمد ظریف عنایت زی

له ماشوم سره خبرې کول له ځانګړو قوانینو سره یو خاص هنر دی ترڅو د دوی باور ترلاسه شي او د زړه خبره درته وکړي او کوم څه یې چې په کوچني ذهن کې ګرځي په ډاډه زړه یې په اړه پوښتنې وکړي، ماشومان هم د ارتبا‌ط په ټینګولو کې دومره ساده نه دي لکه ځینې لویان چې فکر کوي. د هغوی پیغامونه اکثره له رمزونو او رازونو ډک دي چې د پوهېدو لپاره یې ژوره پاملرنه اړینه ده.

پنځه کلن احمد وړکتون ته د تلو په لومړۍ ورځ په داسې حال کې چې مور یې ورسره وه په دېوال کښل شوي انځور ته وکتل او په لوړ آواز یې پوښتنه وکړه: هغه بد انځورونه چا کاږلي دي. مور یې په حیرانتیا سره ورته وکتل او وې وېل دا ښه کار نه دی چې دومره ښکلي انځورونه بد وبولو. د ښوونکي چې دغې پوښتنې ته پام و په خندا سره یې ووېل: بچیه ته دلته دې ته اړ نه یې چې انځورونه وکاږې خو که بیا هم غواړې تر دې ښه انځورونه کاږلی شې. د احمد پر شونډو له رضایته ډکه موسکا خپره شوه. هغه اوس د خپلې پوښتنې ځواب ترلاسه کړی و، په بله وینا نوموړي غوښتل چې پوه شي هغه ماشوم چې ښه انځورونه نشي کاږلی څه ډول چلند به ورسره کېږي. له هغې وروسته احمد د لوبو له وسایلو څخه د اور وژنې موټر راپورته کړ او پوښتنه یې وکړه دا موټر چا مات کړی؟ مور یې ځواب ورکړ ستا پرې څه کار دی چې هرچا مات کړی څه یې کوې؟ ته خو دلته تراوسه څوک نه پېژنې. احمد په اصل کې د نومونو پوهېدلو ته لیوالتیا نه لرله بلکې غوښتل یې چې پوه شي له هغو ماشومانو سره چې د لوبو شیان ماتوي څه ډول چلند کېږي.

ښوونکی چې بیا هم د احمد په مقصد پوهېدلی و هغه ته یې مناسب ځواب ورکړ او وې وېل د لوبو وسایل د لوبو لپاره دي خو کله چې ماتېږي هېڅ پروا نه کوي.

احمد راضي ښکارېده دغه خبرې هغه ته په زړه پورې وې او د خوښې وړ مالومات یې ترلاسه کړي و، نوموړي له ځان سره ووېل دغه ښوونکی څومره ښه سړی دی، که څوک بد انځور وکاږي او یا د لوبو شیان مات هم کړي نه ورته په غوسه کېږي. نو زه باید له هغه ونه وېرېږم، دلته زما لپاره ښه ځاي دی. احمد په داسې حال کې چې خپلې مور ته یې لاسونه ښورول د ښوونکي په لور ورغی ترڅو په وړکتون کې لومړۍ ورځ پیل کړي.

همداراز کله چې یو ماشوم له خپل یوه ښه ملګري چې څو کاله یې یو ځای په یوه ښوونځي او پر یوه څوکۍ تېر کړي بېلېږي ښايي چې د مور او پلار له نظره د خپل ماشوم دغه بېلتون ورته ډېر جدي ونه برېښي خو باید هغه ته ډاډ ورکړل شي او اندېښنه یې لېرې کړو، ماشوم ته ووایو زه پوهېږم چې له خپل همزولي څخه لېرې والی سخت دی ځکه چې ته له هغه سره عادت شوی وې، خو اندېښنه مه کوه تر هغه به نور ښه ملګري پيدا کړې.

پورتنیو بېلګو ته په پام سره، دغه راز خبرې له ماشوم سره د مور یا پلار د صمیمانه رابطې لامل کېږي ځکه کله چې ماشوم پوه شي یو څوک د هغه د زړه خبره کوي؛ یوازېتوب او اندېښنه یې له منځه ځي له خپل مور او پلار سره یې مینه او علاقه زیاتېږي او تل غواړي خپلې اندېښنې له هغوی سره شریکې کړي، په تېره بیا د مور مینه او همدردي د ماشوم پر زیانمنو شویو کوچنیو عواطفو د پټۍ اېښودل دي.

کله چې میندې او پلرونه په کور کې له خپلو ماشومانو سره خبرې کوي او په زغم او ځېره یې خبرې اوري دا یو ګټور او له صمیمیته ډک ارتبا‌ط دی. هغه مهال چې ماشومان د ښوونځي د تلو شي په دې پړاو کې له میندو او پلرونو سره د هغوی تړاو تر پخوا کم شي، ځکه چې اوس نو ماشوم په ښوونځي کې له ښوونکي سره هم د عاطفي اړیکو جوړول د ځان لپاره یوه اړتیا ګڼي.

له ماشوم سره څه ډول خبرې بې اغیزې دي: 

کله چې مور او پلار له خپل ماشوم سره په خبرو کې د خپلې خوښې وړ پایلې ته ونه رسېږي نو د نهیلۍ احساس کوي، د بېلګې په توګه: کله چې له ماشوم څخه پوښتنه وکړي چېرته وې؟

هغه ځواب ورکړي بهر. بیا ترې وپوښتي څه دې کول؟ هغه بیا ځواب ورکړي هېڅ.

په دې توګه هغه میندې او پلرونه چې منطقي فکر کوي ډېر زر په  خپله تېروتنه پوهېږي. یوه مور په دې اړه وايي: هڅه کوم چې له خپل ماشوم سره منطقي چلند ولرم خو ناڅاپه مې زغم پای ته رسېږي او په غوسه کېږم. ماشوم مې هم یوازې هغه وخت خبره اوري چې په لوړ آواز پرې قهرجنې نارې وکړم.

نو که له ماشوم سره له هماغه کوچنیوالي دا ډول چلند وشي نوموړی عقده يي او کرکجن عادت کېږي او تل له نورو سره هم په تونده بڼه خبرې کوي او له بلې خوا د خلکو په وړاندې د خبرو کولو جراُت هم له لاسه ورکوي. ځکه که ماشوم ته نصیحت هم کوئ باید چې د بېلګو په یادولو سره یې له ناسمو کارونو رامنعه کړئ یوازې ګواښل او یا هم وهل ګڼې منفي او نه جبرانېدونکې پایلې لرلی شي.

یو ماشوم خپل ملګري ته وايي: زه ډېر وختونه هڅه کوم چې د کوم څه په اړه له مور څخه پوښتنه ونه کړم ځکه که دا کار وکړم هغه دومره خبرې راته کوي چې نور نو د لوبو وخت نه راته پاتې کېږي.

نو کله چې پر ماشوم د مور یا پلار خبرې بې اغېزې وي، په دې صورت کې مینه او علاقه او نازول دومره کارنده نه دي بلکې له هغوی سره عاطفي تړاو او ملګرتیا ډېره اړینه ده چې دا چاره یو ډول وړتیا یا مهارت غواړي.

له ماشومانو سره د عاطفي رابطې او ملګرتیا لپاره باید د دوی په ژبه ورسره خبرې وکړو او هڅه وکړو په ورین تندي او ځیرتیا سره یې هره خبره، پوښتنه او ستونزه واورو، نو که مو د دوی د ستونزو د بشپړ اوارولو او د غوښتنو د پوره کولو وس نه درلود همدا په ځیر یې خبرې اورېدل هم د دوی د باور او ملګرتیا په ترلاسه کولو کې رغنده رول لري.

له ماشوم سره د اړیکو او ملګرتیا ساتلو نورې لارې چارې:

له ماشوم سره د اړیکو او ملګرتیا لپاره متقابل درناوی او ارزښت ډېر اړین دی، په دې توګه چې ماشوم پرځان د باور او ویسا احساس پيدا کړي او په وړاندې یې له آمرانه لهجې تر ډېره ډډه وشي او پر ځای یې د پوهولو او ښودلو احساس ورته پیدا شي.

د بېلګې په توګه کله چې ماشوم یوه تېروتنه وکړي که مور یا پلار د رټلو پر ځای ورته د هغه ددې کار منفي اړخونه بیان او بیا ورته ووایي چې له دې وروسته هڅه وکړه چې دا ډول تېروتنه ونه کړې او په سمه توګه یې قانع کړي نو په دې کار سره به د ماشوم ذهني فشار راکم شي.

همداراز کله چې ماشوم په آزموینه کې کمې نمرې واخلي بیا هم په سړه سینه ډاډ ورکړل شي چې تېروتنه د بري پيلامه ده او همداراز ورته ووايي، ناکامي د بري لپاره دروازې پرانیزي، نو ماشوم به د نهیلي کېدو پر ځاي لاغښتلی شي او د رغنده کارونو لپاره به خپلې هڅې لاګړندۍ کړي.

کله چې ماشوم ډېر اندېښمن او خواشینی او احساسات یې زیانمن شوي وي د چا خبرې ته غوږ نه ږدي، په دغه راز حالاتو کې یې د احساساتو یوازې یوه برخه په خپله څېره کې انځورېږي نو باید دا درک کړو او د هغه په احساساتو او ذهني فشار په بشپړه توګه ځان پوه کړو ترڅو یې راسره شریک کړي.

کله چې ماشوم راته ووایي، نن ښوونکي وهلی، نو باید پوه شو چې نوموړي داسې څه کړي چې ښوونکی یې دې کار ته اړایستلی دی نو باید چې په تېروتنه یې په نرمۍ سره ځان پوه کړو او وروسته یې چې کله ذهني فشار کم او آرام شو د بیاځلې نه تکرار لپاره ورته سپارښتنې وکړو. ماشوم باید د خپلو احساساتو له بیانولو بې برخې نه کړو ځکه که خپل احساسات په ډاډه زړه بیان کړي خفګان او خواشیني یې راکمېږي. دا چاره یوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې د لویانو لپاره هم اغېزمه ده.

له ماشوم سره څه ډول رغنده خبرې وکړو:

کله چې ماشوم د یوې پېښې په اړه خبرې او یا یې په هکله پوښتنې کوي، ښه به دا وي چې د هغې پېښې په اړه د ځواب ورکولو ترڅنګ د ماشوم احساساتو ته هم پام وشي یا په بله وینا داسې څه ورته ونه وایو چې خواشیني یا اندېښنه یې زیاته کړو.

کله چې ماشوم د بېلابېلو مسلو په اړه په شکایت کولو له ښوونځي کور ته راشي باید په ځیره یې خبرې واورېدل شي او د حل لارې د موندلو لپاره ورته ډاډ ورکړل شي.

همدارنګه کله چې ماشوم ووایي زه په ریاضي ښه نه پوهېږم او د سوالونو په حل کولو کې ستونزه لرم، نو ښه دا ده چې ورته ووایو که لږ له ځیرتیا کار واخلې زده کولی یې شي ځکه په نړۍ کې هېڅ داسې څه نه شته چې زده نه شي او زه پرتا باوري یم چې کرار کرار به دې دا هر څه زده شي هېڅ اندېښنه مه کوه.

په دې توګه له ماشوم سره عاطفي او له ملګرتیا ډکه رابطه ټینګول د هغه پر احساساتو ژور اغېز لري او د بري په لور یې د نورو ګامونو د پورته کولو لپاره هوډ لاپیاوړی کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب