پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح؛ په حکومتي ادارو کې د فساد پرضد د جدي مبارزې...

امرالله صالح؛ په حکومتي ادارو کې د فساد پرضد د جدي مبارزې د پيل خبر ورکړ

تاند ( دوشنبه، دعقرب ۲۶) د ولسمشرغني لومړي مرستیال امرالله صالح په دولتي ادارو کې د فساد پر ضد د مبارزې مسوليت هم په غاړه واخيست.

امرالله صالح نن په خپله فېسبوک پاڼه خبر ورکړی چې، نور به په حکومتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه هم د دوی د ټیم پر غاړه وي.

امرالله صالح ویلي چې په دې تړاو ورته ولسمشرهم هدایت ورکړی او مبارزه به یې جدي وي.

نوموړي پر هیوادوالو غږ کړی چې دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

امرالله صالح ویلي په دې تړاو به د هر پرمختګ اړوند معلومات له هیوادوالو سره په منظمه توګه پر وخت شریکوي.

امرالله صالح داسې مهال په دولتي ادارو کې د فساد پر وړاندې دمبارزې مسوليت په غاړه اخلي چې، اوسمهال په دولتي ادارو کې د فساد په تړاو ډېر زيات شکایتونه شتون لري.

د عامو خلکو غوښتنه هم دا ده چې په دولتي ادارو کې دې د فساد مخنيوی وشي او حق حقدار ته وسپارل شي.

اوس وبه ليدل شي چې امرالله صالح څومره په دې کار کې بریالی ثابتېدلای شي؟

1 COMMENT

  1. صالح د کابل امنیت هم پر غاړه لری چی تر اوسه ناکام ثابت شوی ځکه چی هره ورځ دوه دری چسپکی ماینونه چاودنی کیږی د غلو په برخه کی نسبی تغیر راغلی او یو څه اندازه کموالی پکی لیدل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب