د ژوند په اوږدو کې انسانان د هر کار د تر سره کولو له پاره یو لامل او منطق ته اړتیا لري، ځکه د فکر د راغونډولو او د سوچ د پوخوالي له پاره چې څه ته ډيره اړتيا ده هغه منطق دی. نن سبا یو ماشوم هم له منطق پرته ځینې مسایل له مشرانو سره نه مني.
ستونزه دا ده چې ډیری وخت زموږ ټولې کړنې د منطق سره برابرې نه وي او په دې ښه پوهیږو چې کوم عمل چې موږ تر سره کوو منطق نه لري، خو بیا يې هم تر سره کوو.
د بیلګې په توګه ښه پوهیږو چې ترخه او غوړ خواړه روغتیا ته زیان رسوي خو موږ يې خورو. د موټر تیز چلول بلا ستونزې را منځ ته کوي خو بیا هم سترګې پرې پټوو او تر سره کوو يې.
که د منطق د اصولو له مخې ور ته وکتل شي دا د سترګو پټول یوه ذهني ناروغي ده او که د ورځني ژوند له مخې ور ته وکتل شي، نو د سترګو پټولو دا عادت یو لوی نعمت هم دی چې پرته له دې ژوند کول هم د عذاب سره ملګري وي.
د بیلګې په توګه ټول ډاکټران پر دې ټينګار کوي چې اوبه وروسته له ایشیدو وڅښئ او موږ ټول هم په دې پوهیږو چی خامې اوبه ناروغی را منځ ته کوي، خو بيا يې هم موږ څښو او هيڅ هم را باندی نه کیږي.
دا باید ومنو چې د خامو اوبو څښل ښه نه دي، خو دا منل باید د ډار تر سطحې پورې نه وي. په دې باید ډاډه وو چې که د اړتیا له مخې خامې اوبه هم وڅښل شي هيڅ را باندې نه کیږي.
په ژوند کې ډیر داسې اعمال او افعال شته چې منطق یو څه وايي او بیا زموږ عمل بل څه وي. که داسې نه وي نو خلک به له خپلو کورونو نه وځي چې کومه ناوړه پیښه را منځ ته نه شي. خواړه به نه خوري چې غوړ او مرچ په کې دي. په الوتکه کې به سفر نه کوي چې خطر لري. ساه به نه اخلي چې هوا له ګردونو او مکروبونو ډکه ده. دا ټول د منطق سره برابرې خبرې دي خو موږ سترګې پرې پټوو او تر سره کوو یې.
ټول انسانان د خپلو غوښتنو له مخې عمل کوي، حتی لوی لوی فیلسوفان او پوهان هم د خپلو غوښتنو او هيلو له مخې سترګې پټوي او یو عمل تر سره کوي، خو د دوی کړنه د یوه عادي کس سره فرق لري او هغه دا چې د دوی په کړنو کې منفی اړخ کم وي نو ځکه تل زموږ او ستاسو په منځ کې ژوند کوي.
که څوک ارام او له کړاونو پاک ژوند غواړي، نو یوه منځنۍ لاره دې غوره کړي او په ځينو شیانو کې دې يواځې په منطق پورې ځان نه تړي. تل دی د احساساتو( جذباتو ) او مڼطق تر منځ توازن وساتي. د جذباتو او منطق منځنئ لاره په عامه توګه شعور دی او شعور زموږ له عاداتو، رواجونو، چاپیریال او له تجربو څخه را منځ ته کیږي او بیا موږ د دغو د سيوری لاندې د خپل ژوند له پاره منځنۍ لاره غوره کوو. وايي نه سيخ سوی او نه کباب او یا غوږ که له دې خوا ونیسي او که له هغې خوا فرق نه کوي، څرنګه چی اسانه وي و يې نيسه، خو خپل کار تر سره کړه. د احساساتو او منطق تر منځ منځني لاره ستاسو په بریالیتوب کې ستره ونډه اخيستلای شي.
پایله
د ژوند په ټولو برخو کې اعتدال او منځنئ لاره د بریالیتوب کلي ده. د اسلام سپیڅلي عقیدې هم پر اعتدال ټينګار کړی دی.