Homeخبرونهدفاع وزارت: کندز ته تازه دمي هوايي او ځمکني ځواکونه ورسېدل

دفاع وزارت: کندز ته تازه دمي هوايي او ځمکني ځواکونه ورسېدل

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) د ملي دفاع وزارت وايي د کندز دشت ارچي ولسوالۍ ته تازه هوایي او ځمکني کومانډو ځواکونه رسیدلي دي.

د ورستیو راپورونو له مخې اوس هم د دشت ارچي ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې جګړه روانه، خو افغان ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو له لوري نیول شوې سیمې بېرته ونیسي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاري شوي و، چې وسله والو طالبانو نن سهار د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ بازار نیولی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو له پرون سهار راپدېخوا په یاده ولسوالۍ جګړه پیل کړې ده چې افغان ځواکونو د دغې ولسوالۍ دوه کیلومترۍ کې دښتې ته شاتګ کړی دی.

د کندز دوالي ویاند عصمت الله مرادي بیا ویلي، دشت ارچي ولسوالۍ کې د روانې نښتې له امله درې سرتېري او اته طالبان وژل شوي، اته سرتېري او ۱۳ طالبان ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...