Home+په ښارونو کې د باران د اوبو اغېزناک کنټرول‎

په ښارونو کې د باران د اوبو اغېزناک کنټرول‎

انجنیر طارق تسل
زموږ د مسلک له مخې همدومره مسؤلیت دی، چې د ستونزې لپاره حللارې روښانه کړو او تر مسؤلو چارواکو یې ورسوو!
د باران د اوبو له امله چې په سترو ښارونو کې ستونزې جوړېږي، د مهار او ورڅخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره اړوندې ادارې باید لاندې

طارق تسل

کارونه وکړي. باید یاده کړم چې په چین او امریکا کې د یادې ستونزې د مهار لپاره په همدې اپشنونو کار کېږي:

۱: د ښار په هغو ساحو کې چې هلته د ښار اوبه ماتې وي، حکومت یې ځایي اوسیدونکو ته د هغوې د کورونو د چتونو په ځینو برخو کې د شنو چمنونو د جوړيدلو سپارښتنه کوي، چې له امله یې د باران یوه اندازه اوبه هلته په شته خاوره کې جذبېږي او په عامو وختونو کې دې چمنونو ته د کورونو د څښتنانو لخوا اوبه ورکول کېږي.
۲: د ښار په هغه څنډه کې، چې د ښار د ټولو اوبو مسیر پر هماغه خوا وي، داسې نسبتا ژورې ساحې جوړېږي، چې دا ټولې اوبه ور رد شي او دا ساحه بیا د سطحي اوبو د طبیعي سرچینې سره هم وصل کېږي.
۳: د ښار په بېلابېلو ساحو کې نسبتاً ژورې څاه ګانې جوړېږي، چې لږ تر لږه یې ترمنځ واټن ۵۰۰ متره وي او د ښار د بېلابېلو برخو باراني اوبه ور ماتېږي. د دې کار یوه بله ګټه دا هم وي، چې د ځمکې لاندې اوبه هم ورسره تغذیه کېږي.
۴: دولت باید د ښار اوسیدونکو ته ووایي چې د کورونو د باران اوبو ته جدا او فضله اوبو ته جدا د رد سیستمونه جوړ کړي.
۵: د ښار هغه ساحې چې هلته د باران د اوبو رد زیات صورت نیسي، پلې لارې یې باید نیمه خامې جوړې شي او خامې برخې یې په چمنونو ښکلې شي، تر څو د باران زیاتې اوبه جذب کړي. دا کار له یوې خوا چاپېریال ته ښکلا وربښي او له بلې خوا د باران د اوبو جذب پکې صورت نیسي.
نوټ: نور اپشنونه هم شته؛ خو دا یې د نړۍ په کچه د یادې ستونزې د حل لپاره زیات استفاده کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...