Homeخبرونهد مالیې وزارت سرپرست: په افغانستان کې د فساد د له منځه...

د مالیې وزارت سرپرست: په افغانستان کې د فساد د له منځه وړلو لپاره جهاد کوم

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وایي دوی له فساد سره جدي مبارزه پیل کړې ده چې له امله به یې د افغانستان په ملي عوایدو کې زیاتوالی راشي.

ښاغلي ارغندیوال چې نن یې د ولسي جرګې په غونډه کې د باور رایې اخیستلو په موخه د جرګې غړیو ته خپل راتلونکي پلانونه تشریح کول وویل، فساد په افغانستان کې د ډېرو اقتصادي پلانونو مخه ډپ کړې ده.

د نوموړي په وینا په افغانستان کې د مالي بسیاینې او اقتصادي ودې پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ فساد دی چې د مالیې وزارت یې پر وړاندې جدي او هر اړخیزه مبارزه پيل کړې ده.

د هغه په خبره، چې ژوند یې په جهاد کې تېر شوی او اوس به د فساد پر وړاند جهاد کوي خو زیاتوي ددې لپاره چې په خپل دې جهاد کې پاتې رانشي نو د حکومت او پارلمان ملاتړ ته اړتیا لري.

ارغندیوال دغه راز زیاته کړه که وکیلان ورته رایه ورکړي، نو دی به وشي کولی چې تر ۲۰۲۵ ز کال پورې د افغانستان ملي عواید تر ۴۰۰ میلیارده افغانیو پورې ورسېږي او اقتصادي خپلواکي به اعلان کړي.

د مالیې وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې په دې وزارت کې به پراخ اصلاحات او بدلونونه راولي او د وزارت په مهمو بستونو به وړ او مسلکي کسان وګماري څو دغه مهم وزارت پیاوړی او د ډاډ وړ شي.

2 COMMENTS

  1. داجهادبه هم لکه هغه بل جهاد دافغانستان خلکوته ګټه ورنه رسوی – دخپلو شخصی ګټو په خاطر یې کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...