جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: افغان حکومت له بهرنیانو سره سوله نه کوي

حنیف اتمر: افغان حکومت له بهرنیانو سره سوله نه کوي

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي، سره ددې چې د سولې راتګ ته ډېرې هیلې لري، خو په خبره یې د سولې له راتګ سره سره د ترهګرۍ خطر هم شته.

ښاغلي اتمر چې نن یې ولسي جرګې ته خپلې راتلونکي برنامې تشریح کولې وویل، افغانستان کې د سولې ټینګښت، د جګړې ختمول او ثبات د حکومت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دي.

دی وايي، د سولې له راتګ وروسته به هم ګڼې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي، نو اړتیا ده چې نړیوال او د سیمې هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره په ګډه مبارزه وکړي او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې په جنګېدونکو وسله والو کې له هرو پینځو هغو یو یې بهرنی دی چې افغان حکومت له دې بهرنیانو سره سوله نه کوي نو له همدې امله به دوی خپلو ترهګریزو کړنو ته دوام ورکوي.

حنیف اتمر د خپلو خبرو پر دوام وویل، د سولې د راتګ او په دې برخه کې د نړیوالو د راتګ لپاره منظم پلانونه لري.

دده په خبره تر سولې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقتصادي، سیاسي او مالي ملاتړ مهم دی، نو له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپل فعالیتونه چټکوي.

د بهرنیو چارو د سرپرست په وینا په دې وزارت کې د سترو بدلونونو پلان لري او د بېلا بېلو برخو لپاره یې ګڼې برنامې جوړې کړې دي.

د ښاغلي اتمر د معلوماتو له مخې دغه اداره به مسلکي کړي، خدمات به معیاري کړي، فساد به له منځه وړي او د افغانستان د بهرني سیاست دا دستګا به پیاوړې کوي.

محمد حنیف اتمر د ویزو په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې وویل، د افغانستان په قونسلي خدمتونو کې ستونزې شته او اصلاحاتو ته اړتیا لري، نو ټولې قونسلګرۍ باید تر جدي مسلکي څیړنې لاندې راشي.

1 COMMENT

  1. د فساد عاملین فساد سره څنګه مبارزه کولای شي، تیرو شل کلونو کې همدا څو چاوراکي ښکته او پورته کېږي آیا تر اوسه ویده وو او که فساد نه و، د فساد مبارزه پاک نفسه، صادق او سوچه افغانان کولای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب