پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبان وایي داعش ډله ددوی پر بندیانو د برید پلان لري

طالبان وایي داعش ډله ددوی پر بندیانو د برید پلان لري

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۶) طالبان وایي داعش ډله په افغان حکومت کې د ځينو کړیو په همکارۍ په څرخي پله زندان کې ددوی پر بندیانو د برید پلان لري.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه څرګندونې نن دوشنبه د عقرب په ۲۶مه کړي دي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې په څرخي پله زندان کې د دوی ګڼ مهم غړي بندیان دي خو داعش ډله هڅه کوي پر دغو بندیانو برید وکړي.

د طالبانو په وینا داعش ډلې ته اوس وسلې هم ور رسېدلي او د کابل څرخي پله زندان ته یې د ننه کړي دي.

سرچینې خبرداری ورکړی که په زندان کې د دوی بندیانو ته زیان ورسېږي، افغان حکومت به یې مسؤلیت پر غاړه ولري او زیاتوي چې په دغه کار کې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه له داعش ډلې سره همکاري کوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې پر کابل پوهنتون، کوثر ښونیز مرکز، د جلال آباد پر محبس، په ځینو علماوو، ژورنالېستانو او ورته نور ځیني بریدونه هم ددغه کړیو په همکارۍ ترسره شوي دي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

پخوا هم طالبانو دغه ډول ادعا کړې وه چې ګڼي په څرخي پله زندان کې د دوی بندیانو ته خطر دی او داعش ډله پرې د برید پلان لري.

د څرخي پله زندان په افغانستان کې تر ټولو ستر زندان بلل کېږي چې د بېلابېلو جرمونو له امله پکې زرګونه کسان بندیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...