جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ازبکستان او کابل ترمنځ به په ۲۰۲۱ کال کې مستقيمې الوتنې...

د ازبکستان او کابل ترمنځ به په ۲۰۲۱ کال کې مستقيمې الوتنې پيل شي

تاند ( دوشنبه، دعقرب ۲۶) ازبکستاني چارواکو له کابل سره د مستقيمو پروازونو خبر ورکړی دی.

ازبکستاني رسنۍ د ياد هېواد د چارواکو له قوله وایي د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په جنوري کې به د کابل تاشکند ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.

سرچينې وایي ازبکستاني چارواکي په کابل کې له چارواکو سره هوکړې ته رسیدلي او ژر به دا چاره عملي پيل شي.

له دې وړاندې به تاشکند ته د دوبۍ او استانبول له لارې پروازونه کېدل خو که دا چاره پيل شي نو په مستقیمه توګه له کابل څخه ياد هېواد ته سفر ترسره کیږي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د هېوادونو ترمنځ په هوایي الوتنو يو څه محدوديتونه وضع شوي اوهڅه کېږي چې، بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...