جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا واکسين جوړوونکي؛ ښايي راتلونکی ژمی ټولنيز ژوند عادي شي

د کورونا واکسين جوړوونکي؛ ښايي راتلونکی ژمی ټولنيز ژوند عادي شي

تاند( دوشنبه، د عقرب ۲۶) د کورونا ویروس پر وړاندې د واکسین جوړونکی شرکت وایي کېدای شي راتلونکی ژمی په نړۍ کې ژوند نورمال حالت ته را وګرځي.

د فایزر شرکت غړی او د واکسین جوړولو د برخې یو څېړونکی پروفیسور اوګور شاهین وایي؛ په ټوله نړۍ کې د واکسین وېش ډېر وخت غواړي نو له همدې امله ښایي ان تر راتلونکي کال پورې وضعیت عادي نه شي.

هغه وایي چې راتلونکی دوبی به واکسین اغېز وکړي او راتلونکی ژمی به په نړۍ کې ژوند نورمال وي.

د دغه شرکت مسوولان وایي چې د واکسین وېش به ډېر ژر پیل کړي او په خبره یې ګڼو هېوادونو تر دې دمه د میلیونونه دوزه واکسینو د اخیستلو وړاندیز ورته کړی دی.

د يادونې ده چې د فایزر شرکت بریالی شوی څو د کورونا ضد واکسین جوړ کړي او هغه له درېیو ازمویښتي پړاوونو تېر شي.

د معلوماتو له مخې تر دې دمه پر ۴۳ زره کسانو دغه واکسین ازمویل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب