جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان حکومت په بلنه کابل ته...

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان حکومت په بلنه کابل ته راځي

تاند (شنبه د عقرب ۲۴) د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکي پنجشنبه د روانې عقرب میاشتې په ۲۹ نېټه کابل ته راځي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې عمران خان چې د یوې ورځې لپاره کابل ته راځي دلته به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان سولې پروسې او په دې برخه کې د پاکستان پر رول او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

تر صدراعضمۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړی به افغانستان ته سفر وکړي.

ولسمشر اشرف غني د تېرې میزان میاشتې په ۴مه په اسلام آباد کې د پاکستان له صدراعظم سره په افغانستان کې د اوربند په ټینګښت خبرې کړې وې او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

پاکستان تل ادعا کوي چې د افغان سولې پروسه کې همکار پاتې شوی او د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون د خپل منځګړیتوب نتیجه بولي.

عمران خان په داسې مهال کابل ته د سفر نیت کړی چې له بل هر وخت اوس په افغانستان کې تاوتریخوالی د لا زیاتېدو په حال کې بلل شوی دی چې هره ورځ په مخامخ جګړو، چاودنو او هدفي وژنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

1 COMMENT

  1. ښاغليه ولسمشره،،
    ورځ او وخت دې بې ځایه مه ضایع کوه. والله که د پاکستان دا وړۍ شړۍ کړې. دا حرموني بې د وخت له ضایع کولو بله پروژه نلري. دا تګ راتګونه پخوا هم شوي خو نتیجه يې نه ده ورکړې او دا سفر هم د همغې ډرامې یوه بله برخه ده. دوی له یوې خوا غواړي نړیوالو ته وښیي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې همکاري کوي او له بله پلوه به له تاسو هم وغواړي چې د دیورند کرښه ومنئ. ای اس ای به هیڅکله افغان وژنه ونه دروي تر هغې چې دلال طالب غوندې پلورل شوي وجود ولري او یا هم دولت ددوی د کړونه به مقابل کې چوپه خوله ناست وي او کوم باالمثل عمل ترسره نه کړي. فارسي کې یو متل دی چې وایي «آزموده را آزمودن خطاست» نور دې خپله خوښه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب