جمعه, جون 14, 2024
Homeخبرونهپر کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

پر کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

تاند (شنبه د عقرب ۲۴) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي صالح نن شنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چا چې دغه برید ترسره کړی د داعش، طالبانو او حزب التحریر ډلو غړي پکې شامل دي.

د نوموړي په خبره، داعش یواځې یو نوم دی او دغو کسانو د اړتیا په صورت کې یواځې له نوم نه ګټه اخیستې ده.

د صالح د معلوماتو له مخې هغه چا چې د برید طرحه جوړه کړې وه، عادل نومېږي او تر درېیم ټولګي پورې یې د شرعیاتو پوهنځی لوستی او وروسته بیا د ثناء الله په نوم د یوه کس له خوا حقاني شبکې ته جذب شوی دی.

د صالح په وینا عادل ته دنده سپارل شوې چې داسې کار وکړي څو حکومت تر فشار لاندې راشي، بدنامه شي او د خلکو تر پامه بد شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، عادل چې د محمد عارف زوی او د پنجشیر ولایت اصلي اوسیدونکی دی او ګاونډیانو یې ویلي، چې له تیرو ۳ کلونو راپه دې خوا له خپلې کورنۍ نادرکه شوی و.

د امرالله صالح په خبره یاد کس په تحقیقاتو کې دوی ته ویلي، چې وسلې یې په خوست ولایت کې له حقاني شبکې ترلاسه کړې دي.

دوه اونۍ وړاندې پر کابل پوهنتون وسله وال ډله ییز برید وشو چې ۲۲ کسان پکې ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول.

که څه هم په دغه برید کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړي او داعش یې مسؤلیت منلی، خو د افغانستان حکومت یې د طالبانو کار بولي.

1 COMMENT

  1. دا حرمونی باید ژر تر ژره له خوټو وزړول شي. داسې نه چې سبا بیا په بله تبادله کې خوشي شي. لعنت د وي پر هغه دولت، حکومت او قضا چې داسې بندیان له تحقیقاتو وروسته یوه ساعت هم ژوندي پرېږدي او نه یې اعداموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب