یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد حزب اسلامي شورا اتحاد ویلې، د سولې پروسه د جګړې په...

د حزب اسلامي شورا اتحاد ویلې، د سولې پروسه د جګړې په څېر نیابتي شوې ده

تاند (شنبه، د عقرب ۲) د حزب اسلامي د شوراګانو د اتحاد رهبرۍ اندېښنه څرګندوي، چې د سولې پروسه د روانې شل کلنې جګړې په څېر د بهرنیانو لخوا نیابتي شوې ده او که دا فرصت له لاسه وځي پایلې به یې ناوړه وي.

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد چې تېره ورځ یې د لویې جرګې په تالار کې ناسته لرله، د افغان حکومت پر رهبري نیوکه وکړه چې پر سولې باورمند نه دي او له هغه چا سره مشورې کوي چې د سولې په فکر کې نه دي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د مذاکرتي ټیم ترکیب کې اغېزمن شخصیتونه شامل کړي، چې مذاکرات قناعت بښوونکې پایلې ولري.

دوی حکومت او طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې د یو بل د تلسیمۍ غوښتلو پر ځای دې د مذاکرتو پر مېز په خبرو کې انعطاف وښيي ځکه ملت سوله غواړي.

د حزب اسلامي شوراګانو اتحاد وړاندیز کوي، چې له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره دې له دینې عالمانو او مطرحو سیاسي جریانونو استفاده وشي.

1 COMMENT

  1. دا ټول د حمیدګل و کرنیل امام زاړه کوټه سپیان دي چې نیږدې نیمه پیړۍ یې افغانستان داړلی. د روان جنګ تاداو همدو ځناورو ایښی دی اوس د سولې تمثیل کوي دا فسادګرمورده ګاوان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب