دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېد جګړې دوام، د اخلاقو د زوال او د اخلاقو زوال، د...

د جګړې دوام، د اخلاقو د زوال او د اخلاقو زوال، د ملت د زوال باعث کېږي

دوکتور فضل الهادي وزین

ژباړه: عابد علمي

د داخلي جګړې تباهۍ او زیانونه یوازې د انسانانو په وژل کېدو، د ودانیو او سړکونو په ورانېدو، د خلکو د ځان، مال او ملي مادي شته‌منیو په ضایع کېدو او د افغانستان د نني او راتلونکي نسل د ښه ژوند فرصتونه له لاسه ورکولو کې نه راخلاصه کېږي.

له بده‌مرغه د دې جګړې تر ټولو لویه، خطرناکه او نه جبرانېدونکې پایله معنوي او ارزښتي تباهۍ او زیانونه دي.

د کورنۍ جګړې لومړۍ قرباني د الله عزوجل حدود، د دین احکام او اسلامي ارزښتونه دي چې هره ورځ تر پښو لاندې کېږي. اخلاقي ارزښتونه او فضایل بله لویه قرباني ده چې ورځ تر بلې زموږ په ټولنه کې کم‌رنګه او کمزوري کېږي. د افغاني کلتور مثبت ارزښتونه بله لویه قرباني ده چې د حاکمې کور‌سوځوونکې جګړې لمبې یې په ورو ورو سوځوي او له افغاني ټولنې کډې کوي.    

جنګ او جګړه‌ییزه فضا په ټولنه کې د اخلاقي رزایلو لکه انتقام اخیستلو، کرکې، بدبینۍ، بې باورۍ، بې‌رحمۍ، زړه سختوالي، قساوت، غرور، خودخواهۍ، حرص، تمې، ناوړه ګټه‌اخیستنې، ماده‌پرستۍ، چل، دوکې، جعل کارۍ، درواغ ویلو، کینې، تعصب، توکم‌پالنې، ژب‌پالنې، سمت‌پالنې، ظلم‌، تېري، پردي حق خوړلو، دسیسې جوړولو، قدرت‌غوښتنې، رشوت، اختلاس، حرام خوړلو، په نشه یي توکو روږدي کېدلو، زنا، غلا، اختطاف، احتکار او هر ډول نورو جرمونو ته د ودې ورکولو او پراخولي لامل کېږي.

له بده‌مرغه د دې ټولو ورځ تر بلې خپرېدونکو او زیاتېدونکو فسادونو، رزائلو او جرایمو لړۍ موږ په افغانستان کې په څرګند ډول وینو او اورو.

مادي ورانۍ د خطرونو او زیانونو سره سره بیا هم د جبرانېدو وړ دي؛ خو په یوه ټولنه کې اخلاقي او معنوي زیانونه هېڅکله د جبرانېدو وړ نه دي، ځکه چې د انساني ټولنو بنسټونه او دېوالونه د څو نسلونو او پېړیو له‌پاره ورانوي او د ملتونو د زوال لامل کېږي.

د ملتونو بقا د هغه پر ارزښتونو او اخلاقي فضایلو ثابت پاتې کېدل تضمینوي او د ماتېدو او راپرځېدو یوازینی لامل یې په ټولنه کې د اخلاقي فسادونو او رزایلو خپرېدل دي.

پر جنګ ټینګار او د سولې مخالفت په حقیقت کې په آګاهانه یا نا‌آګاهانه ډول د افغانستان پر زوال او نابودۍ ټینګار دی چې د اُمت د یوې برخې حیثیت لري.

نه پوهېږم چې د جګړې ښکېلو لورو د قضیې په دې اړخ فکر کړی دی، که نه؟؟؟

1 COMMENT

  1. یو هم نه وایی زه ګرم یم. د ملت دنده به دا وی چه د جنګ اصلی او فرعی باعث وپیژنی. د اصلی باعث دله مینځه وړلو کوشش پیل کړی. هغه اول نورو ته ورزده کول او بیا د هغه له مینځه وړل غواړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب