جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeداسې هم شتهساینسسامسونګ د موبایل لپاره هالوګرافیک سکرین جوړ کړ

سامسونګ د موبایل لپاره هالوګرافیک سکرین جوړ کړ

تاند- سامسونګ کمپنۍ یو نازک هالوګرافیک سکرین اختراع کړی چې د ۳ بعدي ویدیوګانو د لیدو زاویه ۳۰ برابره زیاتوي.

دا یوه ډېره نازکه او نرۍ شیشه ده چې په راتلونکې کې په موبایل کې د هالوګرافیک ویدیوګانو ښکارول اسانه کړي. هالوګرافیک یوه نوې تصویري ټکنالوژي ده چې له یوه شي خپره شوې وړانګه ثبتوي او په درې بُعدي ډول یې ښيي.

هالوګرافیک تصویرونه د ۳ بعدي خلاف کاروونکي (کارن) ته اجازه ورکوي چې حرکت وکړي او له بېلابېلو زایو مختلفې منظرې وویني.

د دې ټکنالوژۍ د انکشاف لپاره څېړونکو د یوې ویدیو د لیدلو لپاره له 4K سکرینونو څخه کار واخیست. په دې ویدیو کې یو لامبوزن کیشپ ښکاري او له بېلابېلو زاویو ښکاري.

تراوسه لا د هالوګرافیک ویدیوګانو لپاره د سامسونګ دا سکرینونه په پراخه پیمانه تولید شوي او بازار ته راوتلي نه دي.

هالوګرافیک ټکنالوژي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...